اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې پېمرا (بدلون) بل د خبريالانو او د ورکنګ جرنلسټس بل دے، د دې په تيارۍ كښې پي اېف يو جے، سي پي اېن اي، پي بي اے او د اېمنډ پشمول ټولو شراكتدارو سره مشاورت شوې٬ په كوم قانون كښې چې د ملازمينو د حقونو تحفظ نه وي ھغه قانون بشپړ نه وي٬ د بده مرغه ځينې كسانو د پېمرا بدلون بل “بلېك لاء” ګرځولے٬ خبريالانو او ميډيا وركرز ته پېرزوئنې وړاندې كوم چې خپلو حقونو لپاره ودرېدلي۔ د شورو په ورځ په پارلمان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزېرې ووئيل چې د پېمرا (بدلون) بل په تيارۍ كښې پي اېف يو جے، سي پي اېن اي، پي بي اے او د اېمنډ پشمول ټولو شراكتدارو سره مشاورت شامل وو، په دې بل كښې لوے بدلون د رائيو د اظهار پحقله د آرټيکل 19 او د مس انفارميشن، ډس انفارمېشن د تعريف شموليت ٶ،په بدلون بل كښې د پېمرا د چيئرمېن اختيارات كم كړې شوي۔ دې ووئيل ما د ميډيا ستونزې نزدې نه ليدلے دي، ورکنګ جرنلسټس او ميډيا ورکرز په سخته وضعه كښې خپلو ادارو لپاره كار كوي٬ د ميډيا ورکرز او خبريالانو تنخاګانو ته په دې بل كښې تحفظ وركړې شوې٬ كومې ادارې چې خبريالانو او ميډيا ورکرز ته په دوه مياشتو كښې واجبات نه وركول ھغوي ته به د پاكستان حكومت بزنس نه وركوي او خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د لږ نه لږ اجرت په قانون عملدرآمد په دې بل كښې باوري كړې شوې دې۔ دې ووئيل نيوز پيپرايمپلائيز لپاره آئي ټي اېن اي پليټ فارم موجود ٶ خو ميډيا ورکرز لپاره داسې كوم پلېټ فارم نه ٶ چرته چې د دوي اپيل واورېدې شي٬ دې مقصد لپاره پېمرا اتھارټۍ كښې کونسل آف کمپلينټس جوړول شامل كړې شوي او په دې كښې ميډيا ورکرز، خبريالانو او مالكانو ته نمائندي وركړې شوې او د دوي د پرېكړې په ضد د اپيل حق هم وركړې شوې۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ وزيراعظم خبريالانو او ميډيا ورکرز لپاره هېلتھ انشورنس کارډ اجراء كړې، د دې نه علاوه كوم خبريالان او ورکنګ جرنلسټس چې د وظيفې په مهال پحق ورسي ھغوي لپاره وزيراعظم د خاص فنډ جوړولو اعلان كړې٬ دې فنډ څخه به ځپليو كورنيو ته 40 لكه روپۍ ادا كولې شي۔ دې ووئيل د قانون سازۍ عمل جاري پاتې كېدل پكار دي٬ په دې كښې كه د نورې بهترۍ ګنجائش وي نو كوٶ به٬ هر كال د پېمرا په قانون كښې بدلون پكار دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل په تېر دور كښې د پارلمان ميډيا کارنر فاشسټ حكومت بند كړې ٶ٬ مونږ به د پارلمان نه بهر پرېس كنفرنسونه كول۔ دې ووئيل خبريالانو ته هم دا وايم چې خپلو حقونو لپاره هم دغسې يو موټې اوسۍ
متعلقہ مضامین
-
Missile launch appears to be an ‘accident’: US
-
MWMC collects 22,390 tonnes of waste on monthly basis in Multan city
-
President felicitates nation, Muslim world on UN’s adoption of Islamophobia resolution
-
Engro Foundation becomes largest supporter of Indus dolphin
-
First fire of Bin Qasim Power Station 3 launched
-
Marri advises PM to resign
-
ECC approves Rs 24.26 billion fertilizer subsidy
-
“National govt”
-
From 2008 to 2018 national government of looters was in power: Farrukh
-
Protest rally held against killing of youth in IIOJK
-
Lango for taking extra measure to ward off security threats
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case hearing till April 2