اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) الېکشن کمېشن به د ډيجيټل سر شمېرې په رڼا كښې د قامي او صوبائي اسمبليو د نوو حلقه بنديو حتمي فهرست سبا د زيارت په ورځ خپروي۔ د الېكشن كمېشن له مخې د راروان كال 2024 فرورۍ مياشتې په 8 مه نېټه كېدونكو ټول ټاكنو لپاره تيارۍ روانې دي۔ د امن وضعه برقرار ساتلو له د وسله والو ځواكونو تعيناتۍ لپاره داخله وزارت ته چيټۍ استولې شوې ۔ د ډسټرکټ ریټرننګ افسرانو ٬ ريټرننګ افسرانو او پولنګ عملې تربيې له منصوبې ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د سیاسی ګوندونو په مشاورت سره د ضابطه اخلاق منظوري وركړې شوې چې نوټيفكېشن به يۍ ډېر زر جاري كړے شي۔ ټاكنو سره د اړوندو څيزونو اغستلو كار بشپړ شوے ٬ د بېلټ پېپرز طباعت لپاره ضروري انتظامات شوي۔ د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د تعيناتۍ په اړه د صوبائي حكومتونو بشپړ تفصيلات به ډېر زر الېكشن كمېشن ته ترلاسه شي۔ چیف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د سپریم کورټ د هدايت په رڼا كښې صدر مملكت سره د ملاقات نه وروستو ټول ټاكنو لپاره د فرورۍ 8 مه نېټه اعلان كړې ۔ د قامی اسمبلۍ 266، د پنجاب اسمبلۍ 297، سندھ اسمبلۍ 130، خېبر پښتونخوا اسمبلی 115 او د بلوچستان اسمبلۍ 51 حلقې د نوس سر شمېرې په رڼا كښې جوړې كړې شوي دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Wateen, Cisco partner with Beaconhouse for managed internet services
-
Late Kashmiri leaders KH Khurshid, Justice (R) Majeed Malick remembered
-
KP Assembly proceedings adjourned for lack of quorum
-
Balochistan govt establishes high level body for recruitments
-
Covid-19 claims two more lives, infects 280
-
Balochistan govt establishes high level body for recruitments
-
Missile ‘accidentally’ fired into Pakistan, admits India
-
Armed forces fully capable of neutralizing aggression: PM
-
Armed forces fully capable of neutralizing aggression: PM
-
Armed forces fully capable of neutralizing aggression: PM
-
PTI to disclose ‘no confidence strategy’ on time: Asad Umer
-
Opposition to submit no-trust move against NA speaker Asad Qaiser