اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د قامي ادارو په ضد ناوړه، د غندنې وړ او بد اخلاقه ميډيا كمپائن د شېطاني ذهن منصوبه بندي ده ٬ ځيني بهر ناست عناصر هېواد سره دښمني او غداري كوي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د عمران د هېواد په ضد هغه پخوانے كمپائن دے ٬ يوازې څېرې بدلې شوې دي اېجنډا هم يوه ده۔ د نهمې مئي ايجنډا د بهر ناستو پراكسيانو او ګوډاګيانو د لارې چلولې شي۔ دې زياته كړه چې كه د سياسي شدت خوښۍ كومه پېښه رامخې ته شي نو مسؤل به يۍ عمران خان وي۔ وفاقي وزير وويل وزيراعظم په ډاګه كړې ده چې د رياستي ادارو په ضد به چاته د پراپېګنډې اجازه وركولې نه شي۔ د كوم هم سياسي انتها خوښۍ يا مس اېډونچر ذمه وار به د 9 مئي پلان جوړونكي وي۔ دې وويل د توشه خانې ټرائل پېل كېږي٬ د كرپشن ثبوتونه رامخې ته كېږي ځكه عمران خان يو بل سازش ته اړتيا لري۔ دې بالكل ذهني رنځور جوړ شوے دے كوم چې بايد په پاګل خانه كښې وي۔ دې ووئيل عمران په افسرانو د ده د وژنې تورونه لګولي، کله چې ترې ثبوت وپوښتل شو، هغه وويل، ثبوت نشته، له خلکو مې اورېدلي دي. یو څو یوټیوبرز او لاګرز د پراكسي په توګه كاروي۔ دې ووئيل دا هغه ناوړه ذهنيت دے كوم چې د لسبېله چورلكې د شهيدانو په ضد ناوړه کمپاین پیل کړے وو۔ دې وويل په هېواد كښې د سياسي انتها خوښۍ ذمه وار فارن ايجنټ دے كوم چې د خپلو پراكسيز د لارې د 9 مئي پېښه رامخې ته كړه٬ ذهن سازي يۍ وكړه٬ منصوبه بندي يۍ وكړه٬ د خپلو كسانو د لارې يۍ د رياست په ضد ترهګري وكړه٬ په سركاري ودانيو يۍ بريدونه وكړل٬ د شهيدانو د يادګارونو يۍ بې حرمتي وكړه ٬ په رېډيو پاكستان يۍ بريد وكړو۔ دې ووئيل خپل لابېسټس ٬ فارن ميډيا ته د دروغو بيانيې مواد وركولو له دا حركتونه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Chairman NAB for collective efforts to eliminate corruption
-
NCOC to decide fate of schools today as Omicron surges in Pakistan
-
Senior actor Rasid Naaz passes away
-
Six doctors tested Covid positive in IIOJK hospital
-
APNS, CPNE, PBA reject Fawad’s tweet on media revenues
-
Opposition running away from Sindh LB polls: Murtaza Wahab
-
Meeting mulls pact with UK on return of convicts
-
Chairman APHC calls for shutdown in Srinagar on Gawkadal massacre day
-
UAE FM phones Qureshi to condole death of Pakistani
-
Govt mulls schools closure for unvaccinated children below 12
-
Toppling PTI govt opp’s sole agenda
-
Al Haj Automotive rolls out Proton X70