اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)وفاقي وزيرانو او سياسي لارښودو د مئي په 9مه نېټه د شهيدانو په يادګارونو او په پوځي تنصيباتو د بريدونو سخته غندنه كولو سره د دې عزم څرګندونه كړې چې په دې پیښو كښې ككړ كردارنو په ضد به نرمي نخ كېږي٬ كه پاكستان وي نو مونږ به يو٬د شهيدانو عزت لپاره هر ډول قربانيو وركولو لپاره چمتو يو۔د شورو په ورځ شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره كنونشن سنټر كښې راجوړ كړة”عظمت شهدا كنونشن”ته د وينا كولو په مهال د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او د شهيدانو كورنيو سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔ده واضحه كړه چې د مئي په 9مه نېټه په پوځي تنصيبات بريدونو كښې ككړو كسانو سره به نرمي نه كېږي۔ده ووئيل دا ډول غېر قانوني او غېر آئيني اقدامات برداشت كېدې نهشي۔د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان ووئيل زه يو وقار لرونكې ګوند سره تعلق لرم د چا كاكنانو چې د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي خو د پاكستان په بېرغ او تنصيبات ئې د بريد جسارت نه دے كړے٬دا زمونږ تربيت ؤ ٬ په دې خاوره زمونږ د شهيدانو قبرونه جوړ دي۔دې ووئيل د پاكستان شين هلالي بېرغ پلو څوك په په كږه سترګه نشي كتلې٬مونږ ټولو له به په ګډه د داسې عناصرو مخ نيوې كول وي٬ دې ووئېل په 9مئي پاكستان د يو تكليف ده صورتحال څخه تېر شوے٬كه پاكستان وي نو مونږ به يو٬يو كس د خپلې انا تسكين لپاره هېواد او قام ته زيان رسوي۔د اېم كيو اېم قامي اسمبلۍ غړي او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق ووئېل د 9 مئي د پېښې غندنه كوو٬د سياست په ځاې په دې ورځ په رياست بريد شوے٬د جي اېچ كيو پشمول په پوځي تنصيبات بريدونه شوي٬رياست سره د ټكر كېدو هڅه شوې٬ ده ووئېل اېم كيو اېم رياست سره ولاړ دے۔د عوامي نېشنل ګپارټي لارښودې ثمر هارون بلور په خپله وېنا كښې ووئېل زمونږ كاركنانو او مشرانو د ځانونو قربانۍ وركړي٬د شهيدانو سپكاوي سره د هغوي د كورنيو زړه ازار شوے٬دا اقدام د رياست سره د ټكر كېدو مترادف دے۔دې ووئيل پاكستانے قام به د خپلو شهيدانو قربانو تحفظ لپاره په زړه پورې هڅې كوي۔مولانا راغب نعيمي ووئيل نن مونږ د خپلو شهيدانو يادګېرنې لپاره رايوځاے شوي يو٬د هېواد سره مينه ايمان دے٬دې محبت ته د سوځولو اجازه نشو وركولې ۔ده ووئيل د پاكستان لپاره زمونږ مشرانو بې شمېره قربانۍ وركړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
NCOC achieved target to vaccinate 70mln population by 2021 end: Asad Umar
-
Boy shot at for ignoring police signal to stop in Rawalpindi
-
Police files case of alleged target killer in Karachi’s soldier bazaar
-
Firing on New Year’s Night in Karachi leaves one dead, 17 injured
-
NAB will bring ‘big fish’ to justice come what may, vows chairman
-
Right to Self Determination Day on Jan 5
-
Pakistan — a promoter of religious, spiritual tourism
-
Seven die as fire erupts at house in Pir Mahal
-
Jinnah’s statue to be erected in Britain
-
Pakistan, China work together to reduce pollution from burning wastes
-
Pakistan witnesses highest COVID-19 cases since October
-
Murree snowfall: Admin issues advisory for tourists