اسلام آباد۔14جنوری (اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله د كراچۍ او حېدر آباد بلدياتي ټاكنو سره په اړوند تاؤ تريخوالي د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د بلدياتي ټاكنو د روانې مياشتې په 15 نېټه كېدو د سياسي ګوندونو ترمينځه اختلاف د اندېښنې وړ صورتحال رامخې ته كړې دې۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل دوه سياسي ګوندونه د بلدياتي ټاكنو په حق كښې او دوه د دې مخالف دي۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې په کراچۍ او حېدرآباد كښې د بلدياتي ټاكنو په معامله د تصادم خطر دے۔ رانا ثناﺀ الله ووئيل ځينې شر پسند كسان دې څخه ګټه پورته كولې شي او دې سره د امن او امان مسئلې پیدا كېدو خطره هم شته۔ داخله وزير ووئيل كومه يوه كوچنۍ پېښه په كراچۍ او حېدر آباد كښې د كومې لويې پېښې سبب ګرځېدې شي۔ رانا ثنا اللہ ووئيل چې د سياسي ګوندونو او الېكشن كمېشن په شمول ټولو نورو اړخونو ته له معاملې څخه ځان خبرولو سره د تاؤ تريخوالي ډي فيوز كول وي۔ده ووئيل الېكشن كمېشن او عدليه دې د حالاتو د سنګينۍ نوټس واخلي٬ د آئين او قانون په رڼا كښې دې مناسب حل ولټولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
200-bed mother-child hospital to benefit entire South Punjab
-
56th national swimming championship starts today
-
PPP leader Faryal Talpur moves SHC to remove her name from ECL
-
CM’s special funds to be transmitted at district level
-
Rahmatullil Alamin Authority to help eliminate moral evils: PM
-
Even prayer time not spared for ‘rigging’
-
Three coal miners gunned down in Harnai
-
New York property case: IHC extends Zardari’s interim bail
-
MoU signed for export of onions from Pakistan to China
-
ENGRO Pakistan National Volleyball Championship 2021 set to kick off
-
Show-cause notices issued to Punjab, Sindh officials over denial of transfer orders
-
Demolition of Nasla Tower starts