اسلام آباد16جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په پېښور كښې د سپريم كورټ بار پخواني صدر عبدالطيف آفريدي د قتل د پېښې رپورټ طلب كړے. د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل د سپريم كورټ بار پخوانے صدر عبدالطيف آفريدي د پېښور هائي كورټ په حدود كښې قتل كړے شوے، ټول پاكستانے قام غم جن دے. هغه ټول ژوند د آئين او قانون سرلوړې لپاره هڅې كړي. د هغه خدمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره دې يو قرارداد منظور كړے شي، بايد د هغه د مقدمې په تفتيش كښې كوتاهي ونه شي. د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د سپريم كورټ بار د پخواني صدر د خدمات اعتراف كوو، د هغه د قتل په پېښه د افسوس څرګندونه كوو، په هېواد كښې د ترهګرې پېښې مخ په زياتېدو دي، ده ووئېل بايد په داسې حال كښې په ايوان كښې تجويزونه وركړے شي. د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د آئي جي څخه رپورټ طلب كړو
متعلقہ مضامین
-
Australia wins; well played Green Shirts!
-
PRCS donates 200,000 COVID vaccines to GoP
-
Pakistan issues 3,000 visas to Indian Sikhs
-
UNHCR, China donate neonatal intensive care unit for newborns
-
Reunion!
-
Dr Yasmin visits Data Darbar Hospital
-
Saddar cooperative market fire drenched by firefighters
-
Man murders parents, sister in Jhang
-
Another LHC judge refuses to listen to Jamshed Cheema’s petition
-
Fawad extends apology to Election Commission Pakistan
-
Nation in war against corrupt politicians: Farrukh
-
Fire erupts at oil refinery in Karachi’s Korangi