اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل نن مونږ خپل ځان سره دا لوظ هم وكړو چې په صحيح وخت به سمي پريكړي كوو او قائد اعظم محمد علي جناح په فرمودات عمل کولو سره به هېواد كښې استحکام پيدا کولو پاليسو تسلسل باوري كوو۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح 146مي زيږدني ورځ په موقع خپل پيغام كښې وئيلي چې نن مونږ د پاکستان مؤسس، بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح زيږني ورځ جوش او عقيدت سره لمانځو،په دې ورځ مونږ د نيمي اوچي مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد په جوړولو مننه كوو چرته چې مونږ د قائد د تصور له مخې د خپلو خوابونو تعبير لپاره آزاد يو ،د هغه د هڅو په سوب مونږ ته يو داسې هېواد نصيب شوې چرته چې مونږ په آزادۍ سره ووند كوو او خپل خواهشات او د كلتور له مخې پرمختګ كولې شو، اسلامي سماجي انصاف اصول په ځائې ساتلې شو۔ده ووئيل مونږ د پاکستان لپاره د قائد د وژن عمر له قدر کولو او هغه په ځائې ساتلو له د خپل عزم پخلې كوو چرته چې مونږ ټول وسائل منظم او كوټلي انداز كښې متحرك كوو او مونږ په پېښو مسئلو د يو عظيم قوم عزم او نظم و ضبط سره قابو موندلې شو۔ده ووئيل نن مونږ خپل ځان سره دا لوظ هم وكړو چې په صحيح وخت به سمي پريكړي كوو او قائد اعظم محمد علي جناح په فرمودات عمل کولو سره به هېواد كښې استحکام پيدا کولو پاليسو تسلسل باوري كوو
متعلقہ مضامین
-
Petrol, diesel prices lowest in Pakistan
-
Opposition protest in Parliament against inflation
-
Comprehensive KP law on HIV/AIDs on the cards
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
Govt committed to GB development: Tarin
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
Dry weather likely in most parts of country
-
Breast cancer: Samina Alvi urges early self-examination
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
Time for Pakistan to focus on climate adaptation
-
NH&MP crack down on irregular number plates