اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمير سياسي قيادت د هند لخوا د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختمولو سره د هندي پرېكړې رياست څخه د انخلاء په پروانه خپل د لاسليك كولو مترادف ګرځولو سره وئيلي دي چې٬ چې قدام سره هند تش د نوم سېكولر مخ په ډاګه كړېدے، د تش د نامې د كومې لوظنامې په بنياد چې هند كشمير ته خپل اټوټ انګ وائي ٬ اوس دا پرېكړه كولو سره هند دا تسلم كړې چې هند د تېرو 70 كالو راهسې د طاقت د لارې په كشمير خېټه اچولې وه٬ د هند لخوا د جبر او تشدد دا لړۍ تر ډېره وخته نشي چلېدې۔ د ګل په ورځ د هند لخوا د مقبوضه کشمير پحقله د هندي آئين آرټيکل 35 اے او 370 د ختمولو په پرېكړه د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان ووئيل هند چې د مقبوضه کشمير خاص حېثيت ختمولو لپاره كوم قدم پورته كړې ھغې سره د هند ناوړه څيره د نړۍ او كشميريان په وړاندې په ډاګه شوې ده٬ کشمير يوه مقبوضه سيمه ده چرته چې هند اته لكه پوځ سره سوله ايز كشميريانو سره جنګ كوي۔ د هند دا اقدام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد لمبر 91 او 122 خلاف ورزي او د جمو كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو نفي ده۔ د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد کشمير چيپټر پخواني کنوينر محمد فاروق رحماني دفعه 370 د ختمولو او جمو او كشمير هند كښې ضم كولو لپاره د هندي اولس مشر د حكنامے غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا پرېكړه ډېره خطر ناكه٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔۔ ده ووئيل د هندي اولس مشر د حكمنامے باوجود به د خپلواكۍ حق لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ د جمو کشمير لبرېشن فرنټ چيئرمين سيد توقير ګېلاني ووئيل نن د كشمير په اړه توره ورځ ده خو دې سره سره د هند لخوا د كشمير حېثيت د بدلولو اعلان د كشميريانو د آزادۍ د غوښتنې د تسليمولو ورځ ده۔ ده ووئيل مودي به هند لپاره ګوربا چوف ثابت شي او د ده د لاسه به هند ټكړې ټكړې شي۔ نوموړي كشميري دانشور راجه مظفر خان ووئيل د اولس مشر ټرمپ د ثالثۍ اعلان نه پس هند هڅه كوي ھغه په افغانستان كښې د پاكستان پوزيشن ته زيان رسول غواړي۔ د آزاد كشمير پخواني اولس مشر سردار عتيق احمد خان ووئيل د طاقت په زور نه خو وړاندې هند كشميريان غلې كړې شوې وو او نه به بيا لپاره دوي غلې كړې شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې هواري لپاره خپل كردار ولوبوي
متعلقہ مضامین
-
Govt working on trade strategy as political uncertainty fuels rupee’s depreciation
-
Zardari discuss political situation with ch Shujaat
-
Pakistani passport fourth-worst in world
-
Punjab tourism department constitutes group of guides to facilitate tourists
-
Walk, seminar held in Hyderabad to mark World Population Day
-
Pakistan, Afghanistan agree to launch luxury bus service
-
SC seeks transcript of Sana’s presser
-
IMF seeks assurance on Saudi funding to Pakistan
-
IDEAS 2022 a testimony to our pledge for encouraging technological growth: Murad
-
One gotta go
-
Pakistan Army reacts promptly to rescue operation at Indus River
-
Govt appoints new IG Punjab ahead of CM election