واشنګټن۔ 22 جولائې (اے پې پې ) وزيراعظم عمران خان په امرېكا كښې مېشته پاكستانو سوداګرو او كاروباري شخصياتو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلې دي تاسو به پاكستان كښې د سازګار ماحول ٬ د سرمايه كار دوسته پالسېو او د كاروبار د زړه راښكوونكو موقعو څخه ګټه پورته كړې ٬ ده د تجارت او سرمايه كارۍ كانفرنس ته خطاب كولو ٬ په كانفرنس كښې امرېكا كښې مېشته د وړومبي صف كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ګډون كولو ٬ وزيرعظم ووئېل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د امدن زياتولو لپاره نوې سوچ معرفې كړې او په هېواد كښې ئې غېر ملكې سر مايه كارۍ له وده وركړې ده ٬ وزيراعظم ووئېل د نوې پاكستان سوچ كاروباري ورورولۍ ته اول اسانۍ وركول دي٬ ٬ ده ووئېل په شمالي امرېكا كښې مېشته زياتره پاكستانيان سېلف مېډ خلق دي ٬ او هغوي د خوارۍ او محنت له وجې زما په زړه كښې يو خاص ځاې لري ٬ پاكستان د دوي نه هيله لري جې دوي به د پرمختګ په مزل كښې د حكومت مرسته وكړي ٬ وزراعظم عمران خان ووئېل د بهر هېوادونو سر مايه كارو لپاره په وزيراعظم دفتر كښې ون ونډو اپرېشن جوړ كړے شوې ٬ دغسې چې دوې د سرمايه كارۍ او تجارت په لړ كښې اسانۍ ولري ٬ ده ووئېل حكومت دوه ځائيز شهريت لرونكو ته د ووټ وركولو حق سره په ټول ټاكنو كښې د برخې اخستو په اجازه وركولو هم غور كوي ٬ ده ووئېل جكومت په هېواد كښې امدن زياتولو لپاره هم كار كوي او سرمايه كار د كر كېلې پلو راړولو ته پام لرنه كوي ٬ په دې مهال ده د خپلې ډلې په خاص توګه د عبدالحفيظ شيخ او عبدالررزاق داود د اقتصادې هلو ځلو ستائنه وكړه څوك چې د هېواد اقتصادې ستونزې لرې كولو له شپه ورځ كار كوي ٬ ده ووئېل پاكستان د 22 كروړه ابادۍ سره ډبر وسائل لري چرته چې د سرمايه كارۍ په زره پورې موقعې شته ٬ ده ووئېل چين ٬ روس ٬ قطر ٬ جاپان ٬ روس او متحده عرب امارات په پاكستان كښې كاروبار له خوښي لري ٬ ده ووئېل د پاكستان جغرافيائې اهميت ډېر زيات دے او دا د ڼرېوالو ماركېټونو په ور پروت دے ٬ ده ووئېل پاكستان د سېلګرۍ په اړه هم بلها موقعې لري چرته جې د اولياﺀ كرامو مزارونو سره د بېلو مذهبونو د مقدسو ځايونو سره په خاص توګه شمالي سيمو كښې ډېر قدرتې حسن لري او چرته چې سږ كال د سېلګرو د راتګ شمېره ډېره زياته وه ٬ په دې مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئېل په امرېكا كښې مېشته پاكستانيان په وزيراعظم په زړه پورې باور لري او هغه ځكه چې دوي كومه وعده كوي هغه تر سره كوي ٬ ٬ ده ووئېل پاكستان په كاروبار كښې د اسانۍ سره وېزه نظام كښې اسانۍ پېدا كړې كوم چې د غېر ملكې سرمايه كارو لپاره پورته كړي ګامونه دي ٬ ده هيله څرګنده كړه چې د هېواد څخه بهر سوداګر او كاروباري پاكستيانيان به د نوي پاكستان وژن له عملي شكل وركړي ۔
متعلقہ مضامین
-
Muzaffarabad Safe City delegation visits PSCA
-
KP police to purchase drones for patrolling, aerial surveillance
-
Argentinian CJS calls on Air chief
-
Experts for capacity building of media on health issues
-
SC disposes of contempt petition against Sheikh Rashid
-
Didn’t ask Pakistan to renegotiate CPEC IPP contracts, IMF clarifies
-
UMT celebrates 32 years of service, scholarship and leadership
-
Prosperity impossible without participation of women’
-
Violence mars NA-240 by-polls, one dead
-
Marriyum grieves over demise of senior journalist Ali Hamza
-
CM visits Services Hospital to enquire about health of Daniyal Aziz
-
FATF acknowledges completion of Pakistan’s Action Plans and authorizes an on-site visit