اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د منصوب بندې او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې وروستو پاتې سيمو لپاره خاص فنډ بېل كړے شوے٬ پخوانو قبائيلي سيمو لپاره وفاقي پرمختيائي بجټ د 34 اربه روپو نه زياتولو سره 73 اربه روپو ته رسول شوے٬ِ سره د معاشي كشالو او چېلنجونو د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام حجم 951 اربه روپې ساتل شوے٬ِ بلوچستان زمونږ د پرمختيائي پروګرام مركز دے۔ د راتلونكي مالي كال په مهال به 295 روانې پروژې ترسره كولې شي۔ د خالي په ورځ په وزارت كښې د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام خاص خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې د چېلنجونو سره هم د كلن پرمختيائي پروګرام حجم 951 اربه روپې ساتل شوے چې پكښې دوه نيم سوه اربه روپې د پبلك پرائيوېټ سېكټر له مخې دي۔ د دې له مخې لوئې پروژې په ګوته كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د پرمختيائي بجټ په اړه زمونږ دا سوچ وو چې كومې څانګې د پرمختيائي بجټ نه محرومې پاتې شوې دي٬ هغو ته خاص پام وكړې شي۔ ده ووئل چې فاټا لپاره 73 اربه روپې بېلې كړې شوې دي او د بحالې رقم بېل دے۔ بلوچستان لپاره د 76 اربه روپو پروژوې راوړو۔ سوئيلي پنجاب٬ دننه سندھ او خېبر پښتونخوا لپاره د 48 اربه روپو پروژې دي۔ كراچې لپاره د 34 اربه روپو 45 پروژې دي۔ اسلام آباد لپاره د 8 اربه روپو نوې پروژې دي۔ ده ووئيل چې صوبو ته د روان مالي كال په مهال 2450 اربه روپې وركړې شوې دي٬ د راتلونكي مالي كال په مهال به 3355 اربه روپې برخه وركولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s development linked to good relations with four strategic partners: Ahsan
-
Red Cross says two employees killed in Mali attack
-
Open house job fair held at NUML
-
COAS stresses focus on professional pursuits
-
NEPRA raises electricity tariff by Rs7.9 per unit
-
Iranian Islamic revolution continues in full power: envoy
-
Moody’s lowers Pak outlook to ‘negative’
-
PTI’s disintegrative agenda hurts nation feelings: PPP
-
Fiji reports more COVID-19 cases
-
PM for reinvigorating ties with Japan in trade, investment
-
4,290 patients checked, 1,033 operated at free eye camp in Kabul
-
Federal cabinet reinstates Saturday holiday, reduces petrol usage of employees by 40%