پېښور 23 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خالي په ورځ د پېښور ګورنر هاؤس كښې د پاكستان ورځې په اړه دستوره كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي لخوا د صوبې څلورو شخصياتو ته اړوندو څانګو كښې په مثالي خذماتو ترسره كولو سول اعزازات وركړل۔ پھ دستوره كښې صوبائي وزيرانو٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر محمد سليم خان٬اېډمنسټرېشن سېكتر امتياز ايوب٬د اطلاعاتو او اړيكو سېكتر مختيار احمد٬د هاؤسنګ سېكتر مسعود احمد او د پبلك هېلت انجينئرنګ سېكتر بهره مند خان پشمول نورو اعلٰی سول او پوځي چارواكو ٬ اعزازات ترلاسه كونكو شخصياتو او د هغوي كورنيو ګډون وكړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د كركټ په څانګه كښې پھ مثالي خذماتو ترسره كولو پخوانې لوبغاړي ياسر شاه ته صدارتي ايوارډ ستاره امتياز او د صوبې درې شخصياتو خواجه سفر علي ٬ اختر ګل او پروفېسر ډاكټر افتخار ته په خپلو خپلو څانګو كښې په مثالي خذماتو ترسره كولو صدارتي ايوارډ تمغه امتياز وركړو۔ دې څخه وروستو ګورنر شاه فرمان دستوره كښې ګډون كونكو سره وليدل او اعزازات ترلاسه كونكو شخصياتو ته پیرزوېنې وړاندې كولو سره ئې هغوي ته مباركي هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
PMA for restoration of old service structure
-
PM calls allies’ meeting today to discuss early polls, fiscal banes
-
Excise Police arrested Police sub-inspector of carrying drugs
-
Shehbaz decides to maintain petroleum prices, for now
-
Railways lease over 4,578 acres land to earn profit
-
FM Bilawal to embark on maiden visit to US on 18th
-
IHC seeks comments from ECP, political parties on PTI’s appeal
-
World Hypertension Day observed
-
Strike in IIOJK on Saturday on martyred leaders’ anniversaries, against illegal detentions
-
Wafaqi Mohtasib forms mechanism to resolve complaints of business community
-
Posters appear in Srinagar demanding release of Yasin Malik
-
Sindh IGP transferred amid uptick in terror incidents