اسلام آباد ۔ 13 مارچ(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي معاشي ايجنډا عملي كولو له به منطقه كښې امن بحالول وي۔ زمونږ د منطقې تعمير او پرمختګ له افغانستان كښې امن ته اړتيا ده ځكه مونږ افغان امن له په مستقلو بنيادونو د سهولت كار په حېث خپل كردار ترسره كوو۔ حكومت په ختيزه پوله د اول نه د امن او مذاكراتو خبره كوي۔ د كرتار پور راهدارۍ پرانستې پرېكړه هم د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔ اقتصادي چېلنجونو سره مخ يؤ او دې څخه خبر يؤ۔ ده د نهې په ورځ’’لیډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ‘‘ ته خطاب كولو۔ سمټ كښې د پاكستان او نړيوالو كمپنيو سي او اوز ګډون كولو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل زه د 25 هېوادونو 60 پلاويو كنفرنس كښې ګډون له پاكستان ته د راتللو هركلې كوم۔ ده ووئل زمونږ حكومت چې كوم بدلون پلو روان دے هغه د دې تصور عملي نمونه ده۔ زه د اروپائي ائتلاف او د اروپائي پارلمان د مرستې مننه كوم۔ ده ووئيل د مارچ په 26 مه نېټه موګيريني پاكستان ته راځي او د اروپائي ائتلاف او پاكستان ترمينځھ به په ستراتيجيكي همكارۍ د تفاهم يادښتونه لاس ليك كېږي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې يو ترجيح اقتصادي بحالي ده ۔ ده ووئيل مونږ غواړو پاكستانو وګړو له پاكستان كښې د اقتصادي پرمختګ غوره موقعې وركړې شي او هغوي په خپل پاكستانې كېدو وياړ ولري۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ اقتصادي چېلنجونو سره مخ يؤ او دې څخه خبر يؤ۔ مونږ د ادارو د تنزل هم ادراك لرو۔ د 6.6 فیصده معاشی خسارہ، 10 كاله كښې د قرض بوج څو چنده زياتېدل ٬ په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې مستقل كمې ٬ بېروزګاري او د 1/3 آبادی د بې وزلۍ د كرښې څخه ښكته ژوند كول دا ټول هغه چېلنجونه دي د كومو چې د تېرو 6 مياشتو څخه مقابله كوو۔ ده ووئيل د دې ټولو منفي عواملو مقابلې له او اقتصادي بحالۍ له خارجه وزارت كښې مونږ تر ټولو اول پام معاشي سفارتكارۍ ته كوو۔ معاشي ايجنډا عملي كولو له به منطقه كښې امن بحالول وي۔ خارجه وزير ووئېل زمونږ د منطقې تعمير او پرمختګ له افغانستان كښې امن ته اړتيا ده ځكه مونږ افغان امن له په مستقلو بنيادونو د سهولت كار په حېث خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل په تېرو دورونو كښې د مېټرو په ډول لويې منصوبې پېل كولو سره په ډوبېدونكي معيشت د سبسډيز بوج بار كړې شوې۔ خارجه وزير ووئيل سعودي عربستان سره د 20 اربه ډالرو لوظنامې كول هم اقتصادي بحالۍ پلو يو ګام دے۔ ده ووئيل د ملائيشيا وزيراعظم به ډېر زر پاكستان ته راځي او د هغه تجربې څخه به استفاده كوو
متعلقہ مضامین
-
Air pollutants show slight uptick in atmosphere amid soaring temperature
-
Alleged mastermind of Kucha Risaldar terrorists’ blast killed
-
PTI to hold public meeting at VIP Cricket Ground Sialkot
-
Summary sent to PM to review Abbasi’s appointment
-
Six including three soldiers martyred in NW suicide blast
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
Moot on water, energy, food and ecosystem nexus for Indus Basin organized in RYK
-
NA body suggests formulation of national policy on open distance learning
-
IHC stops Hanif Abbasi from working as SAPM
-
Use of modern technology, suitable varieties emphasized to enhance rice output
-
Anti-encroachment operation launched in Thatta
-
Unhygienic roadside food may lead to infectious diseases