اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سي ډي اے ته په لسو ورځو كښې اسلام آباد كښې د څو منزلونو ودانيو لوړوالي په اړه د پاليسۍ جاج اخستو او د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانولو له په يوه اوونۍ كښې د لائحه عمل وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي اسلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل اسټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركولو لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړولو لپاره دې آسانۍ وركړې شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د ګڼ منزله ودانيو جوړولو اجازې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان، نعیم الحق، د هوابازۍ سېكتر شاہ رخ نصرت، د سي ډي اے چیئرمېن عامر احمد علی او نورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته اسلام آباد كښې د کثیر المنزله ودانيو جوړولو په اړه په موجوده ضابطو او قوانينو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل اسلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل اسټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركولو لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړولو له دې آسانۍ وركړې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د ايوي اېشن ډويژن او سي ډي اے ته په راتلونكو لسو ورحو كښې ھغه سيمې په ګوته كړئ چرته چې د هوابازۍ له مخې به کثیر المنزله ودانۍ نشي جوړېدې ٬ هڅه دې وكړې شي چې د دې سيمو شمېره کمه وي۔ سي ډي اے به اسلام آباد كښې د موجوده ودانيو په ګڼ منزله دوانيو بدلولو لپاره قواعد او ضوابط مرتب كوي۔ وزیراعظم امر وكړو سي ډي اے دې د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانول او تندولو لپاره په يوه اوونۍ كښې لائحه وړاندې كړي او په ھغې كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې آټومېشن (د خودكارۍ نظام) او لږ نه لږ انساني عمل دخل دې وي۔ وزيراعظم امر وكړو سي ډي اے دې په راتلونكو لسو ورځو كښې د ودانيو لوړوالي پحقله د پاليسۍ جاج واخلي۔ وزیراعظم دا هم امر وكړو چې د كچه آبادۍ په ځايونو د کثیر المنزله ودانيو جوړوول په اړه دې هم د سباٶن لائحه مرتب كړۍ شي
متعلقہ مضامین
-
Saadi to join camp after return
-
PM, Bahrain’s National Guard Commander discuss matters of mutual interest
-
Imran Khan’s survival is ‘difficult’: MQM-P
-
Hindus celebrate Pakistan Day and ‘Holi’ together: Mukhi Eshwar
-
Court records statements of two witnesses in Sialkot lynching case
-
Section 144 imposed for two months in Islamabad
-
Timely steps netting current account deficit: PM
-
Srinagar highway becomes signal free after proposal of ITP
-
Confetti children celebrates on spring eve
-
Lahore police chalk out security plan for Pak-Australia cricket series
-
Priyantha case trial to complete by April end
-
Changa-manga politics stands buried: AJK PM