اسلام آباد 02 نومبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د چين د دورې به ښې نتيجې راوځي٬بايد مونږ ټول د هېواد د بهترۍ سوچ وكړو٬چې ملك وي نو مونږ ټول به يو۔يو نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان يو غوره ليډر دے كوم چې هېواد لپاره وژن او عزم لري۔زه په سختو حالاتو كښې هم عمران خان سره ولاړ پاتې شوې يم٬ما عمران خان مخلص٬ايمانداره او پوخ عزم لرونكې سړے ليدلے او هم دغه وجه ده چې نن هم ورسره يم۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سره كه څوك وروستې تن پاتې كېږي نو هغه به زه يم۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل چې دا تاثر غلط دې چې د ټېليفون په نه پورته كولو آئي جي بدل كړی شوې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې ټولو سياسي ګوندونو سره د يو ډول سلوك ملاتړ كوم او د قامي اسمبلۍ سپيكر په توګه ټولو سياسي ګوندونو سره د يو ډول سلوك كولو پوره پوره هڅه كوم كومه چې زما ذمه واري هم ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د هېواد د ستونزو حل لپاره به د سياست نه پرته سوچ كول وي۔ده ووئيل چې په اوسنو كورنيو مسئلو په پارلمان كښې تفصيلي بحث شوې او ټول پارلمان په دې د يو والي څرګندونه كړې او ټولو په دې خبره اتفاق كړې چې د بايد د قانون بالادستي وي څوك هم د رياست رټ نه شي چېلنج كولې
متعلقہ مضامین
-
APC on Kashmir to be held in Islamabad today
-
Pakistan achieving goal of peace, stability: Ashrafi
-
Govt striving to create massive employment opportunities for young people: Usman Dar
-
PMC grants 10-day window for dental colleges’ admissions
-
MPs asked to ‘roll up sleeves’ for LB polls
-
Gilani most compromised leader of opposition in Senate: Qureshi
-
Nawaz ridicules judicial system by submitting another ‘bogus’ medical report in court: Fawad
-
PDMA issues alert of light to moderate rain-wind/ thunderstorm
-
Court seeks comments against acquittal plea of Sindh CM
-
SC returns plea with objections
-
NA body recommends policy for use of drone technology in agriculture sector
-
Shanghai Electric unearths first seam in Thar Block-I