اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګل پھ ورځ په 2 ورځنۍ سرکاری دوره سعودی عربستان ته روان شوے۔ خارجه وزیرِ شاہ محمود قریشی، د خزانې وزیرِ اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدری فواد حسېن، د تجارت سصاحكار عبدالرزاق داؤد هم وزیرِ اعظم سره ملګرې دي۔ وزیراعظم عمران خان د سعودی فرمان روا شاہ سلمان بن عبدالعزیز په بلنه’’سباؤن كښې د سرمایه کارۍ موقعو” په سرخط يو نړيوال کنفرنس كښې ګډون كوي۔ کنفرنس كښې به د نړۍ نامتو کاروباری شخصیات، سرمایه کار، د لويو کاروباری کمپنیو او هائی ټيك انډسټری نمائندګان ګډون كوي۔ کنفرنس له “صحرا كښې د ډیوس” نامه وركړې شوي۔دا کنفرنس به هغه مهمو کاروباری لارښودو سره د رابطې موقع وركوي څوك چې پاکستان كښې سرمایه کارۍ له خوښې لري۔وزیراعظم عمران خان به د سعودی فرمانروا شاہ سلمان او ولی عهد محمد بن سلمان سره هم ملاقات کوي چې پكښې به د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ وزیر اعظم عمران خان به د کنفرنس په مهال د پاکستان په اړه كيدونكې ناسته كښې ګډون او خطاب کوي۔ د دې سېشن سرخط “پاکستان د سيمه ايز پرمختګ او استحکام مرکز” دے
متعلقہ مضامین
-
PTI believes in fulfilling its promises: Khawar
-
Pakistan made impressive progress despite pandemic in 2021: ADB
-
Clear early signs of fifth COVID-19 wave starting in country: Asad Umar
-
AGP to bring Nawaz back: Fawad
-
Carrying naswar while travelling to Gulf countries can land you in jail
-
PTI MNA Najib Haroon highest taxpayer among parliamentarians
-
UN, int’l community must hold India accountable for brutalities in IIOJK: Moeed
-
COVID-19 claims one more life, infects 556 others
-
LHC seeks detailed reply in Arabic teachers’ appointment case
-
Pakistan urges action against illicit financial flows from poor nations
-
PTI wants equal development across country
-
Flights now allowed to land at Lahore Airport