ملګري ملتونه ۔20 اکتوبر(اے پی پی)پاکستان ملګرو ملتونو كښې د فلسطينيانو بشپړه ملاتړ كولو له د خپل لوظي پخلي كولو سره وئيلي دي چې اوس د فلسطيني ستونزې د هوارولو وخت راغلې دې۔ د تشدد دلاسه د منځني ختيځ يو شمېر برخې ستونزو سره مخ دي له دې كبله دا شخړه دې زر تر زره د سفارتي هڅو د لارې هواره كړې شي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې بحث كښې برخه اخستلو سره د پاكستان سفيرې مليحه لودهي ووئيل فلسطيني اولس ته د پېښو مسئلو او سختو ختمولو له روانې نړيوالې هڅې ځنډ او كمۍ لري چې په سبب ئې غصه او د نا انصافۍ احساس سره سره د منځني ختيځ ټولې منطقې عدم تحفظ او عدم استحكام سوا كېږي۔ دمنځني ختيځ په صورتحال روان بحث كښې د پاكستان سفارتي استازې مليحه لودھي ووئيل د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د دوه رياستي حل بنيادي اصول د منځھ وړلې شي۔ بلكې د سلامتي كونسل د هغه خپل قرارداد كوم كښې چې مقبوضه بېت المقدس ته يو حېثيت وركړې شوې او د اسرائيل وداني غېر قانوني ګرځولې شوې هم ښكاره خلاف ورزي روانه ده۔ دې ووئيل د اسرائيل په خان الاحمر نومې سيمه كښې چې د بدو كميونټۍ د منځه وړلو كومه پرېكړه شوې ده دې څخه هم د اسرائيل د فلسطيني وګړو ددوئي خپلې زمكې څخه په زور د بې دخل كولو پالېسي څرګندېږي۔ پاكستانۍ سفيرې مليحه لودھي 15 كسيزه سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې فلسطيني كاز لپاره د پاكستان لخوا د بشپړه لوظ پخلې وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Life gets back to normal in rain-hit AJK: Qayyum Niazi
-
Petitioner fined for filling unnecessary plea against PM
-
Farman appreciates KMU role in tackling health problems
-
IHC tells Navy to engage defence secy to file appeal
-
ADC meeting held in Peshawar
-
Opp attitude in NA ‘non-serious, undemocratic’, says Buzdar
-
Next elected mayor to prepare city’s master plan: Wahab
-
Zaidi gives seven-day ultimatum to Sindh govt for withdrawal of LG law
-
Construction work on new block begins at Alipur College
-
Phase-II of CPEC much broader in scope: Ambassador Haque
-
NA, Senate sessions to resume today
-
Better for PML-N to ‘disown’ Sharif family