اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د سماجي څانګې پرمختګ له لوظي دې۔ پاكستان د جوهري وسلې په زغل كښې شامل نه دے۔ د منطقې ټولو هېوادونو كښې امن او استحكام غواړو۔ د ګل په ورځ ځائي هوټل كښې د سټرټېجك سټډيز انسټيتيوټ اسلام آباد تر سېوري لاندې د “عالمی جوهری عدم پھیلاؤ نظام: چیلنجز اور رد عمل” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل جوهري وسله يوازې دفاع لپاره ده۔ پاكستان په نړۍ كښې د جوهري وسلې نه خپرونې ملاتړ كوي۔ ده ووئيل نړيوال امن ته د پېښو خطرو مقابله په ګډه كېدې شي۔ د نوې ټېكنالوجي كارولو په اړه په نړيواله كچه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ د كشمير مسئله په سوئيلي آسيا كښې د ستونزې بنيادي سوب دے۔ اولس مشر ووئيل منطقه جوهري وسلې څخه پاكولو كښې د ګاونډي هېواد جوهري تجربې خنډ جوړې شوي دي۔ د پاكستان جوهري پروګرام آئي اے اي اے د قاعدو او ضابطو ترمخه دے۔ پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې په وړومبو هېوادونو كښې دے۔ ده ووئيل د اتوامي توان كارولو سره هېواد كښې د ماحولياتي آلودګۍ خطرې كمېدې شي۔ ده ووئيل د جوهري عدم خپرونې هڅو كښې پاكستان اړوند ادارو سره مرستې كولو له چمتو دے۔
متعلقہ مضامین
-
Snow leopards flourishing due to ‘strict policies’ of PTI: PM Imran
-
3.5 magnitude earthquake tremors jolts Balochistan’s district Barkhan
-
Ejaz Ahmad Qureshi takes oath as federal ombudsman
-
Islamabad IGP holds open kutchery
-
Politics of Bhutto in hands of ‘political dwarfs’ today
-
Six family members suffocate to death in Hangu house fire in KPK
-
One killed, two injured in Bannu explosion
-
Fire erupts in Lahore garments factory
-
ANF seizes 1070.400 kgs drugs, arrest three drug peddlers
-
Rana Shamim, journalists committed contempt of court: IHC CJ
-
At least 12 killed in IIOJ&K stampede
-
PTI against mafia, not PPP: Ali Zaidi