اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي نګران حکومت په هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو په كاميابۍ سره كولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات باوري كوي٬ د كال 2024 ټولټانكو سپېځلتيا لپاره د نړيوالو مبصرينو هركلے كوٶ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د دولت مشتركه مبصر ګروپ مشر ډاکټر ګُډلك اېبيلے جانتھن په مشرۍ كښې پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كولو۔ وزيراعظم د پلاوي د كال 2024 د ټولټاكنو په لړ كښې پاكستان ته د راتللو هركلے وكړو۔ دغسې وزيراعظم د دولت مشترکه د عمومي سېكتر پېټريشيا د سکاټ لېنډ د پاکستان او دولتِ مشترکه په اړيكو كښې مضبوطيا لپاره د اقدامات ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل حكومت به نړيوالو مبصرينو ته د كال 2024 انتخابات جاج اغستو لپاره ټول سهولتونه وركوي۔ده ووئيل نګران حکومت په هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو كاميابۍ لپاره هر ډول ممكن اقدامات باوري كوي، ده ووئيل نګران حكومت هر ګوند ته خپل انتخابي كمپائن لپاره مناسب ماحول وركوي۔ ده ووئيل نګران حكومت باوري كوي چې الېكشن كمېشن ته د سپېځلو ټاكنو كاميابې تابيا لپاره ټول سهولتونه وركړي۔ ده ووئيل انتخابات كښې به دا پرېكړه اولس كوي چې د پاكستان قيادت كوم ګوند ته سپاري۔ پلاوي د دولت مشتركه د عمومي سېكتر لخوا وزيراعظم ته د خېرسګالۍ پېغام هم ورسولو۔ پلاوي د كال 2024 انتخابات سپېځلتيا لپاره د الېكشن كمېشن انتطامات د ډاډ وړ وګرځول
متعلقہ مضامین
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: study
-
Sultan writes letter to UN chief seeking role for release of Malik
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
Army chalks out relief plan for Cholistan drought victims
-
Lumpy skin awareness campaign continues in South Punjab
-
KP formulates Antimicrobial Resistance Surveillance plan in animal health sector
-
Al-Khidmat distributes ration in Cholistan
-
Saints played vital role in spreading message of Islam: AJK PM
-
Monitoring system launched for prompt resolution of Hajj pilgrims’ complaints
-
8-member Punjab cabinet sworn in
-
Punjab CM for improved supply of subsidized four
-
Pakistan firmly committed to its principled stance on Palestine: Marriyum