اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نګران وفاقي كابينې سعودي عربستان او قطر سره په دوه اړخيزه سرمايه كارۍ د خبرو اترو ٬ حج پالېسۍ 2024 كښې د بدلونونو ٬ هارډ شپ حج كوټه كښې د كمي ٬ ټرېډنګ کارپوریشن آف پاکستان ته د يوريا سرې نړيوال ماركيټ څخه په اغستو پېپرا رولز څخه د استثنی وركولو او د جمهوريه كانګو ٬ ملاوي او نورو هېوادونو په بزنس وېزه فهرست كښې د شاملولو منظوري وركړې ده ۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ وفاقی کابینې د سرمايه كاري بورډ په سپارښتنه سعودي عربستان او قطر سره په دوه اړخيزه سرمايه كارۍ د خبرو اترو كولو منظوري وركړې ۔ دغسې وفاقي كابينې په حج پالېسۍ 2024 كښې د بدلونونو منظوري هم وركړې۔ د نوې حج پالېسۍ له مخې به 10 كاله څخه د كم عمره ماشوم هم د حج فريضه ادا كولې شي۔ په نجی حج سکیم كښې به 80 كالو څخه د زيات عمر كسانو له د خدمت ګار ځان سره د ساتلو په شرط كښې نرمي كولې شي۔ دغسې وفاقي كابينې د هارډ شپ حج کوټه كښې د كمي منظوري هم وركړې ۔ د ځايي معاونينو كوټې 50 فیصده به هغه پاكستانو زده كوؤنكو لپاره مخصوص وي كوم چې د سعودي عربستان په بېلو پوهنتونو كښې زده كړې ترلاسه كوي٬ د هغوئي تعيناتي به د وېلفیئر سټاف په توګه كولې شي۔ وفاقي کابینې د فېډرل بورډ آف ریونیو په سپارښتنه د بېنکونو په هغه وِنډ فال منافع ٬ كومه چې په كال 2021 او 2022 كښې د زر مبادلې د لارې ترلاسه شوې ده ٬ د 40 فيصد ټېكس لګولو منظوري هم وركړې۔ وفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د ډیمو کرېټک ریپبلک آف کانګو، ملاوی، زیمبیا، زمبابوے او جمہوریه کرغز په بزنس وېزہ فهرست كښې د شاملولو منظوري هم وركړې ۔ دغسې ېوفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د 18 كسانو نامې د اي سي ايل څخه د ويستلو او د 9 كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو منظوري وركړې۔ وفاقي كابينې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزارت په سپارښتنه د جموں و کشمیر اسټیټ پراپرټی بجټ مالی كال 24۔2023 هم منظوری وركړې او د روان كال بجټ لپاره 267.590 ملین روپۍ بېلې كړې شوي ۔ وفاقی کابینې د كابينه سېکرټرېټ په سپارښتنه ټرېډنګ کارپورېشن آف پاکستان ته د 200,000 مېټرک ټن یوریا نړيوال ماركيټ څخه اغستو لپاره د پبلک پرکیورمنټ ریګولیټری اتھارټی رولز2004 رول نمبر 8، 13، 35، 38اور 40 څخه د استثنی وركولو منظوري هم وركړې ده
متعلقہ مضامین
-
Bilal Yasin case: two shooters sent to jail on judicial remand
-
CM Punjab election: Hamza Shahbaz files petition in LHC
-
ICT admin imposes section 144 for not displaying rate list
-
Nation should guard its sovereignty against regime change conspiracy: PM
-
PML-N welcomes IHC’s moves to strike down Peca ordinance
-
No demonstrations, rallies on Khyber Road: commissioner
-
Asad Qaiser, Qasim Suri call it a day
-
Pollution, rising temperatures creating new diseases: expert
-
PTI to win next elections with two-third majority: Mahmood Khan
-
ICT policemen praised for maintaining law & order during NA session
-
Modi regime books senior Hurriyat leader under black law in Srinagar
-
Pakistan wants to positively engage with US: Shehbaz