اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د صحت وفاقی وزیر عبدالقادر پټیل وئيلي دي په سخت وخت كښې هم مونږ د پوليو ختمولو ته پام لرنه كړې ، د چیلنجونو باوجود د پوليو ختمولو له لوظي يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بل اینډ میلنډا ګیټس فاؤنډېشن او د فرانس ډوېلبمنټ ايجنسي پلاويو سره خپلو خبرو كښې وكړي چا چې د جمعي په ورځ ده سره ملاقات كوؤ۔ ملاقات كښې د پولیو ختمولو ته پام لرنې سره سماجی تحفظ او صحت كښې د مرستي په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔پلاوې د هېواد څخه د پولیو ختمولو حاجت پرامخې ته كولو لپاره د پاكستان په دوره راغلے، پلاوي 2023 كښې د پولیو وائرس منتقل كيدلو مخنيوي او د 2022 موسمي تباهۍ په رڼا كښې د مرستي لپاره كار كوي۔د تير كال د سېلاب تباهۍ نه پس 33 ملیونه څخه زيات كسان مرستي ته اړتيا دلري ۔د روغتيا وزیر عبدالقادر پټیل ووئيل په ځيني ضلعو كښې د خذماتو بنیادی ډھانچې ته لوي زيان رسيدلے او ګڼ شمير وګړي د خپل كور او ذریعه معاش څخه محروم شوي،دې سره د 2022 سېلاب نه پس زمونږ سماجی تحفظ په تګلاره فشار راغلے۔مونږ اوس هم د بحالۍ په كار كښې بوښت يو،خو د دې سخت وخت باوجود، پاكستان د پولیو ختمولو ته خاص پام لرنه كوي ځګه چې د پاكستان بچي، د ټولي نړۍ د بچو په شان د يو صحت مند ژوند مستحق دي۔بل اینډ میلنډا ګیټس فاؤنډیشن پلاوي مشري د پولیو ختمولو نړيوال مشر جے ویګنر دغسې د فرانس د پرمختګ ایجنسۍ پلاوي مشري ډائریكټر اګنس سوكاټ كوله۔پلاوي غړو د پوليو ختمولو لپاره تير كال په پاكستان كښې شوے پیشرفت وستائلو او هيله ئې لرلې چې د پوليو تر ډير حده ختمول باوري شوې ٬ دغسې په موجوده وخت كښې يواځي په 7 ضلعو كښې د پوليو رنز پاتې دے۔
متعلقہ مضامین
-
PM to initiate country’s biggest sports programme today
-
Campaign for local bodies’ election gains momentum in KP
-
Pakistan Navy conducts successful live weapons firing
-
Indian brutality continues in Kashmir, three dies in Shopian
-
Govt requests additional time to file report in APS attack case
-
Bumper crops to bring billions of dollars in national kitty: Fakhar
-
Zardari’s remarks against Nawaz ‘unfortunate’
-
PM opens landmark Rs 35.5bn Karachi Green Line Bus System
-
Govt to punish false accusers of blasphemy: Ashrafi
-
Punjab governor approves LG Ordinance 2021
-
Sharif family biggest mafia: Khawar
-
Hamza Shahbaz files acquittal plea in Ramzan Sugar Mills case