اسلام آباد24جنوری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ په دوحه كښې د قطر د توان وزير انجينئر سعد بن شريده الكابي سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او قطر ترمينځه د توان په څانګه كښې د مرستې د چارو او د امكانات جائزه اخستلې شوې۔په ملاقات كښې دوي د توان په څانګه كښې د مرستې نوې لارې لټولو ته اتفاق كړے۔د خزانې وزير په دې موقع ووئيل د پاكستان او قطر ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكې قائم دي۔پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل په هېواد كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول وركړے شوے ٬په پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات موجود دي كومو څخه چې د قطر پشمول نړيوالو سرمايه كارو ته استفاده كول پكار ده ۔د خزانې وزير ووئيل قطر د توان په اړه مهم هېواد دے او قطر سره اړيكو ته لا وده وركولو ته پام لرنه كوو
متعلقہ مضامین
-
Sindh objection over 2017 census baseless: Asad
-
Opposition decides to move court against bills passed by Parliament
-
Two held for posting weapon pictures on FB
-
Attempts being made to control electoral process
-
COVID-19 claims another like, 15 new infections in Rawalpindi
-
Fazl has no role in parliamentary politics: Farrukh
-
APHC deplores fresh coercion against Kashmiris
-
FOSPAH holds seminar on harassment at workplace
-
Foreign Secretary, UK representative discuss situation in Afghanistan
-
Two soldiers martyred in Balochistan attack
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat
-
ECP writes letter to govt, asks for funds regarding EVM procurement