اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا شپاړس مفتيانو او جيد علماﺀ کرامو متفقه فتوې كښې ترهګري او د ترهګرو كاروائۍ بېخي مسترد كولو سره واضح كړې چې د اسلامي رياست دفاع كوٶنكې پوليس او پوځي اهلكارو په ضد وسله راغستل او د جنګ اعلان كول شرعاً ناجائز٬ حرام او د رياست د اطاعت خلاف ورزي ده، پوځي ځوانان او پوليس اهلكار د پاكستان حفاظت په مهال كه ووژلې شي نو دوي شهيدان دي٬ په اسلامي رياست كښې د هر ډول فتنه و فساد٬ محاذ آرائي٬ سيمه ايز٬ مذهبي٬ مسلكي اختلافات او د قوميت په نامه تخريب او فساد خپرول د شريعت په رو سره جائز نه دي۔ د خېبر پښتونخوا تعلق لرونكې علماﺀ کرام چې پكښې شېخ الحديث مولانا قاري احسان الحق (دارالعلوم سرحد پېښور)، مفتي سبحان الله جان (دارالافتا مدرسه دروېشن امداد العلوم پېښور)، ډاکټر مولانا عطا الرحمان (مهتمم جامعه تفهيم القرآن مردان او صوبائي ناظم اعلي ربط المدارس)، مولانا حسېن احمد (صوبائي ناظم اعلي او فاق المدارس العريبه)، مولانا ډاکټر عبدالناصر (صدر تنظيم المدارس خېبر پښتونخوا)، مفتي مختار الله حقاني ( دارالافتاﺀ ، جامعه دارالعلوم حقاينه اکوړه خټك)، مولانا طيب قرېشي (چيف خطيب ،خېبر پښتونخوا)، مولانا سلمان الحق حقاني بن مولانا انوارالحق حقاني (جامعه دارالعلوم حقانيه ، اکوړه خټک، ذمه دار، وفاق المدارس العريبه)، مولانا رحمت الله قادري (صوبائي ناظم اعلي تنظيم المدارس)، مولانا عمر بن عبدالعزيز (صوبائي ناظم اعلي وفاق المدارس(سلفيه)، علامه عابد حسېن شاکر (مهتمم ، جامعه عارف الحسېني پېښور، صوبائي ناظم اعلي وفاق المدارس الشيعه) ، مفتي معراج الدين سرکافي (جامعه آمانيه پېښور)، مفتي رضا محمد حقاني (جامعه تعليم القرآن پېښور)، مفتي خالد عثماني (جامعه اسلاميه کوهاټ )، مفتي شېخ اعجاز (جامعه مسجد اهلحديث ،فواره چوك پېښور) او مولانا عبدالکريم (علماﺀ کونسل خېبر پختونخواه) شامل دي د ترهګرو او د ترهګرۍ كاروائيو په ضد خپله فتويٰ كښې د ترهګرو كالعدم تنظيم مشر د جهاد اعلان پحقله خپل واضح موقف وړاندې كړے ۔ مفتيان کرام او جيد علماﺀ خپله فتويٰ كښې وئيلي دي د جهاد اعلان د اسلامي رياست مشر كولې شي، هر څوك د جهاد د اعلان حق نه لري٬ د قانون پالنې نه سرغړونه او ډډه كول شرعاً ناجائز ده۔ په فتوي كښې د حديث نبويؐ حواله وركړې شوې “كوم كس چې د امير اطاعت وكړو ھغه زما اطاعت وكړو٬ د الله په لاره كښې يوه پهره وركول د نړۍ د ټولو څيزونو نه بهتر ده”۔ په فتويٰ كښې وئيلي شوي د اسلامي رياست دفاع كوٶنكې پوليس او پوځي اهلكارو په ضد وسله راغستونكې او د جنګ اعلان كول شرعاً ناجائز٬ حرام او د رياست د اطاعت خلاف ورزي ده، پوځي ځوانان او پوليس اهلكار د پاكستان حفاظت په مهال كه ووژلې شي نو دوي شهيدان دي٬ په اسلامي رياست كښې د هر ډول فتنه و فساد٬ محاذ آرائي٬ سيمه ايز٬ مذهبي٬ مسلكي اختلافات او د قوميت په نامه تخريب او فساد خپرول د شريعت په رو سره جائز نه دي٬ څوك چې داسې كوي ھغه به د سزا مستحق وي٬ په فتوٰې كښې د سورة الحجرات د آيت نمبر 9 حواله وركړې شوې ترجمه: ” كومه ډله چې بغاٶت كوي ھغوي سره تر ھغې وخت جنګ وكړئ تر څو چې ھغوي د لوي څښتن امر پلو بېرته راستون نه شي”۔
متعلقہ مضامین
-
BC to support 2000 TVET institutes in getting int’l accreditation
-
Pakistan reduces taxes on imports to boast trade ties with Afghanistan
-
Pakistan vs Australia semi-final: Australia win toss, opt to bowl first
-
Sehat Sahulat services for entire population of Capital, Punjab, GB
-
CJP concerned over poor law and order situation in country
-
Islamabad reports 45 new dengue cases
-
Siraj Durrani moves to SC to escape arrest
-
Govt calls on joint session on Nov 16
-
PM concerned over slow pace of Balochistan uplift projects
-
1,194 convicted by NAB courts in last four years
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
MWM denounces police torture on protesting families of missing persons