اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نن د ګل په ورځ لندن څخه امريكې ته رسي چرته به چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 77مه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په لندن كښې د ملكه برتانيه آخري رسومات كښې د ګډون نه پس نيويارك ته رسي۔ په نيويارك كښې به وزيراعظم د نورو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د ستمبر په 20مه نېټه به وزيراعظم د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په استقباليه كښې ګډون كوي۔ هغه به د فرانس صدر ايمانوئيل ميخواں او د اروپائي ائتلاف كونسل صدر چارلس مائيكل سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به “ګلوبل فوډ سېكورټي كنفرنس” كښې ګډون هم كوي۔ د ستمبر په 21مه نېټه به وزيراعظم د آئي اېم اېف اېم ډي كرسټالينا جور جيوا٬د ورلډ بانك صدر ډيوډ ملپس سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د تركيې صدر رجب طيب اردوان په شمول د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي او د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدر سره هم ملاقات كوي۔ هم په دغه ورځ به وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر جوبائيډن لخوا راجوړی كړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا كښې ګډون هم كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د ستمبر په 21مه نېټه د تركيې صدر او د تركيه د وړومبۍ مېرمن په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا كوي۔وزيراعظم شهباز شريف به د فن لينډ صدر سعالي نوسيتو ٬ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتير٬ خپل چينائي ٬ جاپاني او د ملائيشيا همڅنګو سره ملاقات كوي۔ د ستمبر په 23مه نېټه به وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كوي۔د وزيراعظم به نوبل انعام ترلاسه كونكې ملاله يوسف زئي سره هم ويني۔ وزيراعظم به د خپلې دې دورې په مهال نوموړې امريكائي ورځپاڼې او د ابلاغ ذريعو سره مركې هم كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Loadshedding back with a vengeance: Shehbaz
-
Reporters without borders report charge sheet against current govt: Marriyum
-
Image building campaign: Punjab police mulls internship program for students
-
Farrukh Habib asks opposition to abandon childish politics on electoral reforms
-
Uzbek envoy calls on Interior Minister, reviews progress on visa agreements
-
Pakistan highly values brotherly ties with Turkey : COAS
-
SHC releases salaries of Chief Minister Sindh and others
-
Indian troops launched cordon, search operations in IIOJK
-
Educational institutions to be established for transgenders: Murad Raas
-
SC remands matter of regularization of 67 lecturers of grade-17 to PHC
-
President cautions of ‘unrest in India’ if persecution of Muslims continues
-
PTI govt resolves basic problem of electricity: Dr Shahbaz Gill