اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې د معیشت بهترۍ لپاره د ټېكسز نظام ښه كول وي، د جي ډي په لحاظ سره د ټېكس شرح بدترين ده٬ برآمداتو كښې اضافې لپاره نوې ماركيټونه لټولې كېږي٬ په درآمداتو كښې زمونږ سمت سم دے٬ په نړيوال تجارت كښې درې فيصده كمې شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ عبدالرزاق داٶد ووئيل سوكالۍ او پرمختګ لپاره ضرروي ده چې ريونيو زياته كړې شې ٬ په دې لړ كښې په بېلا بېلو څانګو كښې ګنجائش شته ٬ د ټېكس وركولو نه غېر ترقي او خوشحالي نه شي راتللې ٬ د ډي ج ي پي په لحاظ د ټېكس شرح بدترينه ده۔ ده ووئيل په برآمد كوٶنكو ټېكس نه لګولې كېږي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه تجارت كښې درې فيصده كمې راغلې دے٬ په برآمداتو كمې يوازې د پاكستان مسئله نه ده٬ په دې كښې چين ، ترکیه او د بنګله دېش پشمول نور ګاٶنډي هېوادونه هم ځپلې شوې دي۔ ده ووئيل اوسنې حكومت تجارتي حجم زياتولو او د نوې ماركيټونو د لټون عزم لري په دې لړ كښې منظم او د كوټلې لائحې له مخې كار كوٶ۔ ده ووئيل د تېرو لس كالو په نسبت زمونږ درآمدات كښې 4 بېليونه ډالره كمې راغلے دے۔ ده ووئيل زمونږ درآمدات په سم لور روان دي چې ورسره په صنعتي څانګه كښې بهتري راغلې او ځائي پېداوار زيات شوې دے كوم چې د ډاډ وړ اقدام دے۔ ده ووئيل د امريكې او چين ترمېنځه چې د تجارت كښې كوم جنګ دے د دې له امله بيعه ټيټه شوې چې سره ھغه هېوادونه ځپلې شوې دي چرته چې مونګ برآمدات كوٶ۔ ده ووئيل په ډالرز كښې زمونږ چې كوم برآمدات دي په دې كښې د تېرو كلونو په نسبت اضافه نه ده شوې خو د مقدار او حجم په لحاظ سره تجارت 29 فيصده زيات شوے دے۔ده ووئيل ټېكسټائل زمونږ مېن انډسټري ده٬ كله چې هم فېصل آباد كښې سوداګرو سره خبره كوم چې كمپوزيشن څه دے نو وائي چې آرډرز مونږ سره زيات
متعلقہ مضامین
-
Indian girl puts hand in fan after parents refuse to buy expensive smartphone
-
Experts call for a strong policy framework to promote electric vehicles
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
Muslim world urged to shun ties with India until Yasin’s release
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
Food dept directs provision of quality, inexpensive flour to people
-
Pakistan releases second humanitarian assistance to Ukraine
-
CTD arrests terrorist involved in Railway track blasts
-
Muqam urges SC, PHC to take notice of KP CM’s irresponsible statement
-
Promotion of peace, inter-faith harmony key to development: NA speaker
-
Over 43m children receive lifesaving vaccines across Pakistan
-
No bar on Hajj subsidy in Shariah: CII