اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د كرغزستان دورې په مهال د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرانو سره ون ټو ون ملاقاتونه كېږي٬ د چین او روسيې خارجه زيرانو سره به په خاص توګه ليدل غواړم٬ د منطقې په بدلېدونكې وضعه اندېښنه لرو۔ خارجه وزير دا خبرې د د شنګهائي مرستي تنظيم غونډه كښې ګډون لپاره بشكېك ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د کرغزستان په بشكېك ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه كېدونكې ده او زه په به دې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ خارجه وزير ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرانو سره ون ټو ون ملاقاتونه هم كېږي او د دې نه علاوه به درې مهم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كېږي۔ خارجه وزير ووئيل د چين او روسيې خارجه وزيرانو سره به په خاص توګه ليدل غواړم ځكه چې د منطقې په بدلېدونكې صورتحال زه اندېښنه لرم٬ دواړه د پي فائيو په مستقلو پنځو غړو كښې شامل دي٬ زه به غواړم چې ھغوي سره مشاورت وكړم۔ خارجه وزير ووئيل په راستنېدو يو خاص غونډه هم رابللې شوې چې پكښې به مونږ د بدلېدونكې وضعې جاج اخلو دغسې چې د ايران خارجه وزير په دوره راشي چې مونږ ورته د پاكستان نقطه نظر په واضح توګه مخې ته كړو
متعلقہ مضامین
-
CM Balochistan lauds efforts of police for maintaining durable peace
-
VCs show serious concerns over drastic budget cut for higher education sector
-
Hospitals asked to ensure readiness to treat suspected Monkeypox cases
-
Woman raped, robbed at gunpoint in Lahore
-
CM takes notice of clash between student organizations at PU
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases
-
IHC disposes of pleas by PTI, bar councils
-
Meeting Pak expats an ‘amazing experience’: Israeli president
-
FO rejects notion of any delegation from Pakistan visiting Israel
-
Mathematics paper leaked in Nawabshah matric exam
-
ECP submits comments in PTI foreign funding case