اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت ریسرچ او ابلاغ عامه ذیلی ادارې، پاکستان پیس کلیکټیو د سيورې لاندې ’’شخړو كښې د ميډيا کردار‘‘ په سرخط دوه ورځنې نړيوال کنفرنس بحریه پوهنتون اسلام آباد كښې پائې ته رسيدلې دے ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن اختتامی دستوره كښې خاص ميلمه ؤ ٬ دغسې د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار خان آفریدی په يو مهمه ناسته’پاکستان كښې ترهه ګري او د میډیا تاثرات‘ كښې ګډون وكړوچې پكښې د هغه سره د هېواد نامتو خبريالان او تعلیم پوهانو هم ګډون كولو۔ دا کنفرنس د پاكستان حکومت د اړخه د خپل نوعيت وړومبنې کنفرنس دے كوم كښې چې د هېواد او په نړيواله كچه مختلف ډول شخړو كښې د پاکستان میډیا کردار جاج واخستي شو ۔ کنفرنس كښې قامی او نړيوالو سکالرانو، تعلیم پوهانو او تجربه لرونكو خبريالانو ګډون وكړو او د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ غوندې سرخطونو پھ اړه رپورټنګ كښې د ميډيا د کردار د بیانیې تجزیه وشوه۔ دې نه ځانله کنفرنس كښې د شدت خوښۍ ، ترهه ګرۍ او د تشدد په سرخطونو تازہ تحقیقی مقالې هم وړاندې كړې شوې ٬ پوهانو هېواد كښې د شخړو په اړه په سرخطونو د رپورټنګ ٬ صحافت او صحافتی اخلاقیاتو په اصولو د اقداماتو جاج هم واخستې شو۔ د کنفرنس په وړمبنۍ ورځ اولس مشر ډاکټر عارف علوی پرانستې دستوره كښې د خاص ميلمه پھ حیث ګډون او ګډون كوونكو ته ئې خطاب وكړو ٬ د تعلیم وزير شفقت محمود او د اطلاعات او خپرونو وفاقی سیکتر شفقت جلیل په بيلو ناستو كنفرنس كښې ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
PM calls urgent meeting of economic experts
-
PM Shehbaz to bring genuine change: PML-N leader
-
OPPO F21 Pro launched with Sony IMX709 selfie sensor in Pakistan
-
Checkmate in political chess
-
Tajik president felicitates Shehbaz Sharif
-
Nazim Jokhio case: names of PPP lawmakers removed from challan
-
Court adjourns case against auction of Nawaz’s property
-
We just hate Imran Khan’s mentality, says Zardari
-
PTI files petition in SC seeking lifetime disqualification of dissident MNAs
-
Army rejects ‘conspiracy’, confirms ‘interference’
-
We are ‘inches away’ from civil unrest: PTI
-
PM greets Christian community on Easter