اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي چې د امریکې او پاکستان اړيكې په يو مهم پړاؤ كښې داخل شوې دي۔ ما د وړومبۍ ورځې څخه هڅه كوله چې د دې اړآكو دې بيا د سره جاج واخستلې شي او په دې كښې تر ډير حد پیش رفت كېږي، پاك امریکې اړيكو په اړه د امريكائي چارواكو اوسني بیانونه مثبت دي، پاکستان ته د ګوې نيولو په ځائې د پاكستان کردار ستائلې كېږي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د المان میونخ ښار ته د تللو څخه وړاندې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل میونخ كښې ګلوبل سکیورټی کنفرنس كښې ګډون له المان ته ته ځم۔په دې کنفرنس كښې د نړۍ زياتره هېوادونه ګډون كوي۔ د ټولې نړۍ خارجه وزيران ، د دفاع وزيران ، امنيتي پوهان په دې کنفرنس كښې ګډون كوي او نړيوال امنيتي صورتحال سباؤن لپاره به يوه كوټلې تګلاره مرتب کولې شي۔ ده ووئيل زه به هلته د پاکستان نمائندګی کوم۔ په ټوله نړۍ كښې دا مهال په افغانستان بحث روان دې۔میونخ ته د افغانستان اولس مشر اشرف غنی هم راځي په يو پینل ډسکشن كښې به هغه د افغانستان نقطه نظر وړاندې كوي او زه به د پاکستان نقطه نظر ټولو ته وړاندې كوم۔ دې نه ځانله د امریکې کانګریس غړو يو پلاوي چې پكښې 9 سناتوران او 10 هاؤس آف ریپریزینټیټو غړي شامل دي هلته راځي د هغوي سره هم ملاقات متوقع دې۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن لپره چډې كومې هڅې كړې ټولې نړۍ هغه ستائلې دي۔ ده ووئيل دې نه ځانله د روس، المان ، کاناډا او ازبکستان خارجه وزيرانو سره به همه ملاقات كولې شي۔ ده ووئيل خواهش لرم چې د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو لپاره استازي فیډریکا موګیرینی سره هم ملاقات وشي دغسې چې مونږ د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه ستراتيجكي انهانسمنټ پلان له حتمی شکل وركړې شو۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh declares public holiday on Holi
-
Pakistan, Nigeria agree to promote defence cooperation
-
Mrs Nuzhat Kamran passes away after brief illness
-
Day-long sports gala held for special persons in Gilgit
-
ECP fines PM Khan Rs50,000 for breaking poll code during Dir rally
-
Practical measures being taken to improve services delivery across division: Commissioner Multan
-
Those hindering national development to get nothing, says Buzdar
-
Accidental short circuit fire controlled at Sialkot Garrison: ISPR
-
OIC moot: Egyptian foreign minister arrives in Islamabad
-
CPNE slams PM for baseless allegations against media
-
APHC hopes OIC moot to become voice of Kashmir, Palestine
-
First BMW iX electric vehicle delivered in Pakistan