پینډۍ 21 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي چې پاك پوځ د وظيفائي پوځ پشان د خوږ وطن دفاع لپاره هر وخت تيار دې٬ښه به دا وي چې د مذاكراتو د لارې د امن او پرمختګ په لار تګ وكړی شي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د كنټرول لائن دوره وكړه۔ځوانانو ته په خپله وېنا كښې جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د هند پوځ د كنټرول لائن په دواړو غاړو قصدا ً آبادي په نښه كوي۔ده ووئيل چې د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن د ډزبندۍ د لوظ نامې په خلاف ورزو كښې پرله پسې اضافه كېږي٬سرلښكر ووئيل چې د هندي مشرتابه لخوا هم په اشعال ګرو بيانونو كښې اضافه كېږي۔سرلښكر د كشميري اولس لوړ عزم او حوصله وستائېله۔په دې موقع جنرل آفيسر كمانډنګ سرلښكر ته په كنټرول لائن د تازه صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔سرلښكر د هندي پوځ د بلااشتعال ډزو پھ پېښو د پاك پوځ د موثره ځوابي كاروائيو په اړه هم خبر كړې شو۔جنرال قمر جاوېد باجوه د ځوانانو د آپرېشنل تيارو او د لوړې جذبې ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Pakistan desires to play role in bringing US, China closer
-
Hassan Ali fighting with teammates: video viral
-
Govt not scared of opposition’s tactics: Shibli
-
Fawad visits PTV Peshawar, assures employees of their problems’ resolution
-
Sehat card to introduce new culture of free, equal treatment to public: Farrukh
-
More global firms apologise over tweets on Indian-occupied Kashmir
-
Sadequain’s work celebrated on his 35th death anniversary
-
Pakistan sees slight rise in Covid-19 positivity ratio again
-
Partly cloudy weather forecast for KP
-
IHC seeks report in missing persons cases
-
In meetings with president and PM, COAS vows to eliminate militants
-
Pakistan’s rice exports to China increased 133% in 2021