اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې كوم تن د قامي اسمبلۍ غړي كېدو له امله د قانون نه بالاتر نه دې٬د قانون په نظر كښې ټول برابر دي٬د استحقاق تحريك د وسلې په توګه كارولو سره د نېب د پلټنو څخه نه شي بچ كېدې٬د اپوزېشن د استحقاق د تحريك هېڅ جواز نه جوړېږي۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د شاهد خاقان عباسي د اعتراض نكتې په اړه وفاقي وزير ووئيل چې د دې كتلو ضرورت دې چې دا معامله څنګه پېل شوې٬كله چې د مخالفې ډلې مشر ايوان ته تشريف راوړو او 3 ساعته خبره يې وكړه نو د قانون وزير ووئيل چې د نېب مېډيا ټرائل دې ونه كړی شي٬د آئين آرټيكل 4 له مخې د قانون په نظر كښې ټول برابر دي٬څوك داسې څنګه وئېلې شي چې هغه دې د ټولو په لړ كښې خبره وكړي او د هغه په لړ كښې دې څوك خبره نه كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د اپوزېشن د استحقاق په پوښتنه په خپل رولنګ كښې ووئيل چې د تېر وخت د رواياتو له مخې د استحقاق تحريك وړاندې كول ضروري دي۔د غونډې څخه وړاندې دې قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ته تحريري نوټس وركړی شي۔سېكرټرېټ په قانوني بنياد د جاج اخستلو نه پس پريكړه كوي۔د دې څخه وړاندې شاهد خاقان عباسي د اعتراض په نكته ووئيل چې ټول اپوزېشن د يو استحقاق پوښتنه كړې٬د نېب د يو افسر لخوا د اپوزېشن د غړو مېډيا ټرائل كولې شي۔د ايوان د وقار تحفظ د سپيكر ذمه واري ده دا ډېره سنجيده معامله ده٬د استحقاق سوال دې تسليم كړې شي چې دغسې حقائق د ټولو په وړاندې راشي۔شاهد خاقان عباسي ووئيل چې دا د يو غړي خبره نه ده٬د ايوان د وقار مسئله ده٬يو سركاري افسر د ټول ايوان سپكاوې كړی۔د دې ازاله به څوك كوي۔ملك عامر ډوګر ووئيل چې د غړي نظر راغلو د ايجنډې كاروائي دې سر ته ورسولې شي او ايوان دې د قواعدو له مخې وچلولې شي۔سيد نويد قمر د قاعده 96 حواله وركولو سره ووئيل چې كوم يو هم غړې د غونډې پېل كېدو نه وړاندې د استحقاق سوال د سپيكر يا د سېكتر په دفتر كښې جمع كولې شي۔سپيكر د دې نوعيت كتلو سره د استحقاق سوال د مينځه وړې شي۔رانا تنوير حسېن ووئيل چې د ايوان غړې دلته خبره نه كوي نو كوم ځاې به يې كوي۔په ټي وي چينلو د مېډيا ټرائلز جواز نه جوړېږي٬انصاف هغه وي كوم چې په نظر راشي٬حكومت دې د
متعلقہ مضامین
-
Azam Swati reviews facilities at Lahore railway station
-
US govt. conveys approval over Masood Khan’s appointment as Pak envoy
-
PM, Uzbek President discuss bilateral ties
-
‘India should give Kashmiris right to freedom under UN’
-
ECP stops Maulana Fazl from holding public meetings in DI Khan
-
PML-N criticises PPP for not solving people’s problems in Sindh
-
Govt won’t leave people at mercy of profiteers: SACM
-
PM Khan not to spare plunderers, says Farrukh
-
PM to lead country-wide mass contact campaign to mobilize PTI: Farrukh
-
Pakistan, KSA for further strengthening of bilateral cooperation
-
China, Pakistan to discuss extension of CPEC with Afghanistan
-
GB Scouts’ skiers claim gold, silver medals in National Championship