اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني وئېلي دي شهباز شريف عمران خان نه بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستلې شوي قرض حساب دې وركړی شي۔د خبريال سهيل قاتلان به د قانون منګولو ته زر وسپارلې شي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت به د خبريالانو تحفظ كوي٬خبريالان زمونږ اثاثه ده ٬پھ هري پور كښې د خبريال د وژنې سخته غندنه كوو٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هم د دې پېښې نوټس اخستې٬پوليس پلټنې كوي چې آيا خبريال د ذاتي دښمنۍ يا د خبر په بنياد وژلې شوې٬پوليس د ټولو اړخونو جاج اخلي چې كله هم د تحقيقاتو نتيجې راشي قاتلان به د قانون منګولو ته سپارلې شي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر ووئيل شهباز شريف عمران خان نه دې نيولې بلكې د احتساب قامي بيورو نيولې٬نېب آزاده او خپلواكه اداره ده٬په ده د وړاندې نه مقدمه روانه وه۔ ده ووئېل د شهباز شريف ګرفتاري د ټاكنو نه وړاندې كېدونكې وه خو د ټاكنو له امله وځنډېدله۔شهباز شريف چې په كوم ډول پھ ايوان كښې د خپل ځان بې ګناه ثابتولو هڅه كړې ښه به دا وه چې د نېب په فورم يې دا مقدمه وړاندې كړې وه۔ده ووئيل شهباز شريف په ايوان كښې چې څنګه د خشم څرګندونه كړې په كار وه چې په نېب كښې يې خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كړې و۔سپيكر ووئيل 95 اربه ډالره قرض عمران خان نه دې اخستې٬وړاندې حكومتونو اخستې ٬اوس به د هغې حساب وركول وي
متعلقہ مضامین
-
892 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
More rain expected in Upper KP
-
Prime Housing Society launched for PR employees
-
SBP bill to face stiff resistance in Senate
-
Smart lockdown in parts of Karachi as Omicron surges
-
Girls in Islamabad slums schools likely to outnumber boys
-
Journalist shot dead in Lahore
-
KP attracts around $10bln investments at Dubai Expo
-
Rehana Laghari for introducing e-parliamentary system
-
PTI government fighting against organized mafia: Fawad
-
Bilawal opens solid waste project in Larkana
-
Pakistan, China highlight policy initiatives for green transformation