اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ د رياستي او سرحدي چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي وئيلي دي د هېواد په اعلی تعليمي ادارو او پوهنتونونو كښې د فاټا طالبعلمانو له بېله كړې كوټه كښې د زياتوالي سره په اړوندو احكاماتو دې عملدرآمد باوري كړې شي او ټولو پوهنتونونو كښې دې د فاټا طالبعلمانو ته د زده كړو ترلاسه كولو لپاره موقعې وركړې شي۔ د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال سناتور تاج آفريدي ووئيل د فاټا زده كوؤنكي د چا نه كم نه دي ولې ضرورت د دې خبرې دے چې دوئي ته مناسب موقعې وركړې شي۔ غونډه كښې خپلو خبرو كښې سناتور ثمينه سعيد ووئيل په ځائي پوهنتونونو كښې د زده كړو موقعو سره سره دې دفاټا طالبعلمان د سكالرشپس د لارې لوړو زده كړو له بهر هېوادونو ته ولېږلې شي او د لوړو زده كړو كمېشن دې په دې لړ كښې ګامونه پورته كړي۔ غونډه كښې د فاټا انضمام نه وروستو په صورتحال بحث هم غور وكړې شو۔
متعلقہ مضامین
-
3 months ‘important’ for PTI govt: Imran
-
Lahore registers 28 more cases of Omicron
-
In Karachi, four family members injured in a gas explosion
-
Documentary highlights President’s leading role on national, int’l issues
-
Naveed Iqbal – a dutiful, courteous cop is no more
-
Islamabad records highest surge of Covid-19 cases
-
Punjab govt decides to provide financial aid to families of Murree tragedy victims
-
Murree struggles to get back on its feet after deadly snowstorm
-
Pakistan’s COVID-19 positivity ratio over 3% for third consecutive day
-
Hazara Motorway playing vital role in tourism promotion
-
Rains, snowfall kill 18, injure 46 in Khyber Pakhtunkhwa
-
Schools reopen after winter holidays in Lahore