اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د رياست د ملا د تير په حېث په بيورو كريسي د اولسي هيلو ترسره كولو لويه ذمه واري په غاړه ده ٬د ادارو سياست څخه لرې كول٬ په ميرټ عملدرامد او د حكومت سپيځلې پالېسي بيورو كريسي ته د خپلې كاركردګۍ پياوړې كولو او سياسي وژن عملي كولو لپاره مناسب كردار ترسره كولو له لويه موقع وركوي۔ده دا خبره د نېشنل سكول آف پبلك پالېسي 109مې نېشنل منيجمنټ كورس ته خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د رياست د ملا د تير په حېث په بيورو كريسي د اولسي هيلو ترسره كولو لويه ذمه واري پرته ده ۔د انساني سرمايې٬معدنياتي دولت٬تزويراتي چاپېرچل او د نورو مسائلو پشمول هېواد كښې مېشته لويې صلاحيت رامخې ته كولو سره وزيراعظم د شته وسائلو غوره انتظام٬د خذماتو رسنې او لا غوره جوړولو سره تر ټولو زيات د خپلو صلاحيتونو كارولو سره د اولس د خذمت د جذبې او عزم پھ حاجت زور راوړو۔بېلو پېشه ورو ډلو او كېډرز سره تعلق لرونكو مشرانو سول چارواكو سره شوې ملاقات بيا د مكالمې په غونډه بدل شو ٬ كومه كښې چې وزيراعظم ګډون كوونكي د خپل وژن نه خبر او د هغوي د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔وزيراعظم ووئيل حكومت اداره جاتي اصلاحاتو سره سره د استحكام ګامونو پلو ګام ګرځولې چې مقصد يې د تعليم٬روغتيا او ګورننس په ډول د مهمو څانګو پياوړتيا ده
متعلقہ مضامین
-
India forces harassing IIOJ&K people on security pretext
-
PESCO notifies power suspension
-
Man shot dead in premises of Charsadda judicial complex
-
1,773 new corona cases reported in Punjab
-
Section 4 is ruining agricultural land in Swat
-
Excise police seize 50kg charas
-
Marri slams govt for corruption index report
-
Pakistan’s economy got 20 bln dollars from GSP plus status, says Governor
-
Pakistani, Indian forces exchange pleasantries at Wagah border
-
Opposition pursuing anti-Pakistan agenda
-
Young motorcyclist crushed to death by newly learning car driver
-
1,842 new cases with seven deaths