اسلام آباد 15 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی د خالي په ورځ د افغانستان يوې ورځنۍ دورې په مهال کابل كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غنی ، چیف ایګزیکټو عبداللہ عبداللہ او د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی سره ملاقاتونه كړې دي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې هم شوې چې پكښې د امن او سلامتیا په اړه د چارو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث وكړې شو۔ د افغانستان اولس مشر اشرف غنی هم په خبرو اترو كښې موجود ؤ۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی د پاکستانی پلاوي مشري كوله دغسې د اولس مشر اشرف غنی د افغان پلاوي مشري كوله۔ پاکستانی پلاوي كښې خارجه سیکتره تهمینه جنجوعه او نور شامل ؤ۔ دې څخه وړاندې خارجه وزير شاہ محمود قریشی او افغانستان اولس مشر اشرف غنی ترمينځه يو په يو ملاقات شوې ؤ كوم چې تقریباً 45 دقيقې روان ؤ۔ د خبرو اترو پھ مهال دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې د امن په اړه د خيالاتو څركندونه شوې، په دې مهال د افغانستان اولس مشر شاہ محمود قریشی له د خارجه وزير په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ د پاکستان او افغانستان ترمينځه د پلاويو په كچه تقریبا يو نيم ساعت خبرو اترو كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه تجارت ، افغانستان كښې امن په اړه د پاکستان کردار، بارډر مینجمنټ او جلال آباد كښې د پاکستان قونصل خانې بنولو پشمول په نورو مهمو چارو بحث شوې۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی سره هم ملاقات کړې۔شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان او افغانستان دواړه يو ډول چیلنجونو سره مخ دي د كومې مخنيوي له چې به پھ ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكو او مرستې ته د لا ودې وركولو زيات ګنجائش شته۔خپل تاثرات كښې خارجه وزير د افغانستان خپل همڅنګ ته ووئيل سيمه كښې امن له پاکستان او افغانستان كښې امن ته اړتيا ده۔ ده ووئيل زمونږ هېواد د ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړې۔ د افغانستان خارجه وزير ووئيل پاکستان لپاره هم امن ته دومره اړتيا ده څومره چې افغانستان لپاره ده۔په دې موقع شاہ محمود قریشی دوه اړخيزه چارې حل كولو له د دواړه اړخه علمائے کرام غونډې تجویز وركړو۔ دې نه پس خارجه وزير شاہ محمود قریشی د افغانستان چیف ایګزیکټو عبداللہ عبداللہ سره هم وليدل په دې مهال عبداللہ عبداللہ شاہ محمود له په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركړه۔دې څخه وړاندې د خالي په ورځ خپلې وړومبۍ غیر ملکی دوره كښې شاہ محمود قریشی چې كله د افغانستان پايه تخت کابل ته ورسيد نو د افغانستان خارجه وزارت اعلیٰ چارواكو د هغه په هوائي ميدان تود هركلې وكړو دې نه پس خارجه وزير د افغانستان صدارتی ماڼۍ ته لاړو چرته چې د افغانستان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی د هغه هركلې وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Indian Punjab CM visits Kartarpur
-
Swati stresses timely departure of trains
-
Govt consulting Ulema on child marriage, sexual violence issues: Shaukat
-
Senate’s nod for two Higher Education Commission bills
-
Kashmir shuts down in protest against killing of two civilians
-
Dozens of huts caught fire in Karachi
-
Nine injured in gas leakage blast during wedding in Attock
-
Free & Compulsory Education Act will be implemented soon: Aisha Nawaz
-
SBP specifies inflation target and forecast
-
Chinese researcher calls for joint protection of snow leopards in Pakistan
-
PhD programme for special persons soon
-
Army ready to defend motherland at all costs