اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د متحده قومي موومنټ (اېم کیو اېم) د رابطه کمېتۍ غړٶ وئيلي دي تحریك انصاف مشرانو زمونږ ځينې مطالبات منلي دي او په نورو يو څو مطالبو به زر اتفاق رامخې ته شي ٬ څنګه چې په دې لړ كښې خبره وشوه نو ميديا به خبروٶ٬ اېم كيو اېم په جمهوريت باور لري او مونږ د تحريك انصاف د مېنډېټ احترام كوٶ٬ هيله لرو چې زمونږ د مېنډېټ هم احترام وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د جمعې په ورځ د پي ټي آئي سينئر لارښود جهانګير ترين او نورو سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د اېم كيو اېم پنځه كسيزه پلاوي چې پكښې خالد مقبول صدیقی، عامر خان، وسیم اختر، فېصل سبزواري او نوید کنور شامل وو د تحريك انصاف پلاوي سره وليدل ۔ د پي ټي آئي په پلاوي كښې جهانګير ترين٬ عارف علوی، عمران اسماعیل او اسحق خاکوانی شامل وو۔ د ملاقات نه پس د پي ټي آئي لارښودو سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې خالد مقبول صدیقی ووئيل شراکتي، شمولیتي، مالیتی، انتظامي خپلواكۍ غوندې مسئلو هواري له په ګډه كار كولو ته سلا راغلې۔ ده ووئيل د كال 2018 پحقله تحفظات لرو خو د دې باجود مونږ د پي ټي آئي د مېنډېټ احترام كوٶ
متعلقہ مضامین
-
Sindh fixes Rs250 per kg sugarcane to support price
-
1,634 apartment POLs issued to govt employees
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
Pakistan has largest youth force for development
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
Lack of quorum leads to adjournment of Senate session
-
45 new dengue cases reported in Islamabad
-
Highest ever urea sales in a decade in Pakistan
-
KP minorities’ housing quota enhanced