اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو 2018 ء له د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو كښې يوه ورځ پاتې شوې۔ د جمعې په ورځ به د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د ريټرننګ افسرانو په دفترونو كښې جوش او جذبه د ليدلو وي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د ترميم شوي شېډول ترمخه په څلورمه ورځ هم د ريټرننګ افسرانو څخه د بېلو كانديدانو او دوئي د نمائندګانو د نامزدګۍ كاغذونو ترلاسه كولو لړۍ روانه وه۔ په ځينو حلقو كښې د كانديدانو لخوا د كاغذونو جمع كولو لړۍ هم پېل شوې۔ د مسلم ليګ (ن) صدر مياں شهباز شريف ٬ د تحريك انصاف مشر عمران خان او مريم نواز شريف په شمول د نورو مهمو لارښودو لخوا د جمعې په ورځ د كاغذونو جمع كولو امكان دے۔ د بېلو سيمو ریټرننګ افسرانو څخه نر ښځو هم د نامزدګۍ كاغذونه ترلاسه كړي۔ د کاغذونو جمع كولو آخري نېټه 8 جون ټاكلې شوې۔ دې څخه وروستو تر 14 جون به ددې كاغذونو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړو په ضد به اپيلونه تر 19 جون جمع كولې شي۔ تر 26 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيلونو كار ترسره كولې شي۔ په 27 جون به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي۔ تر 28 جون به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نښې تر 29 جون الاټ كولې شي۔ پولنګ به په 25 جولائي كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
AIOU offers admission in postgraduate diploma
-
EU ambassador visits BRSP office
-
US, Pakistan agree on bilateral collaboration in health sector
-
Pakistan to observe Oct 27 as ‘black day’
-
Pakistani products to be promoted at CIIE in Nov
-
TLP has agreed to call off long march on Islamabad: Sh Rashid
-
Apex court vacates SHC stay orders against anti-encroachment operations
-
Pakistan records lowest deaths since Covid spike
-
COVID-19: NCOC records 13 more deaths, 516 new cases
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
Govt to amend Christian marriage act: IHC told
-
Muzaffargarh Thermal Power Station: