اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د المان مرستې ستائلو سره وئېلي چې پاكستان او المان يو بل سره تجارتي او اقتصادي اړيكې لري كومې چې لا مستحكمول غواړؤ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم سره د المان د اقتصادي مرستې او پرمختګ وزيرې سوينجا شولزے په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ وزيراعظم وزيرې شولزے ته هركلې ووې۔ ده د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره دالماني مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او المان ترمينځه ګټورې تجارتي او اقتصادي اړيكې دي۔ ده د پاكستان په صنعتي پرمختګ كښې د المان د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د پاكستان المان همكارۍ ته لا وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم تلپاتي پرمختګ٬ د موسمياتي تغيراتو ناوړه اغېزو كښې كمي او معاشي نمو لپاره د پاكستان عزم په ډاګه كړو۔ ده د هېواد معاشي بحالۍ لپاره د اصلاحات پشمول د خپل حكومت د ترجيحاتو هم ذكر وكړو۔ شولزے وزيراعظم ته د چانسلر اولاف شولز پېغام ورسولو او پاكستان سره يۍ د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د تجارت٬سرمايه كارۍ او پرمختيائي مرستې په څانګو كښې همكاري قوي كولو لپاره د المان د عزم پخلے وكړو۔ دې دا هم ووئيل چې المان د پاكستان د تجديد وړ توان په څانګه او موسمياتي بدلونونو څخه د بچ كېدو اقداماتو لپاره خپله مرسته زياتولو كښې خوښي لري۔ وزيراعظم او د المان د اقتصاديات وزيرې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې زياتولو په تګلاره هم هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د غزه صورتحال او يوكرين شخړې پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيرې سونيجا شولزے د چانسلر اولاف شولز لخوا وزيراعظم ته اكتوبر كښې په هيمبرګ پائيداري كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو لخوا سينئر چارواكو ګډون وكړو چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير٬د منصوبه بندۍ وزير٬د اقتصادي چارو وزير٬د تجارت وزير او د آئي ټي وزير مملكت شامل وو
متعلقہ مضامین
-
$1.17 billion approved
-
PM assures transparency in flood relief operations
-
AKAH volunteers evacuate over 8,000 flood affected people
-
One FC personnel martyred, another injured in bomb blast
-
UN seeks $160m for flood-hit Pakistan
-
Satellite imagery from southwestern Punjab shows dire flood situation in Pakistan
-
Navy intensifies rescue, relief operations in flood-hit areas
-
Over three million children at risk as devastating floods hit Pakistan
-
Nestlé and Pakistan Agriculture Research Council Introduce Good Irrigation
-
‘Until victory always’
-
Flood Relief Fund to be audited by AGPR, private firm
-
Mosquito nets needed in flood hit areas