بیجنګ ۔16مئی(اے پی پی) چین او پاكستان پخواني ملګري هېوادونه دي او دا ملګرتيا د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې ځاے لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه تفاهم زياتولو او د اولس ترمينځه اړيكو ته وده وركولو كښې د عجائب ګھرو خصوصي كردار دے۔ د زيارت په ورځ د چينائي ميډيا د راپور له مخې پاکستان نېشنل میوزیم، لاهور میوزیم، ټېکسلا او میوزیم، پېښور هغه ځايونه دي په كومو كښې چې چينائي وګړي زياته خوښي لري۔ دغسې پاكستاني ملګرو لپاره د چین فاربډن سټی میوزیم، نیشنل میوزیم او ډون هوانګ میوزیم تاريخي او د كتلو وړ مهم ځايونه دي۔ تېر كال په 15 مارچ چینائي صدر شی جن پھنګ ’’ګلوبل سیولائزېشن انېشی ایټیو‘‘ وړاندې كړو په كومه كښې چې په دې خبره زور راوړلے شو چې مونږ له به په ګډه د نړيوالو تهذيبونو د تنوع احترام كول وي٬ شريكو انساني اقدارو ته به وده وركول وي ٬ د تهذيبونو او د اختراعات به قدر كول وي او نړيوالې كلتوري تبادلې به پياوړې كول وي۔ په دغه ورځ په بيجنګ كښې د فاربډن سټی میوزیم، ګانسو میوزیم او په شن زن میوزیم كښې د ’’ګندھارا آرټ ایګزیبیشن‘‘ په باضابطه توګه پېل شوے ؤ په كوم كښې چې د فاربډن سټی میوزیم او د پاكستان د يو شمېر لرغونتونونو كښې د كلتوري آثارو د 203 سيټس نندارتون وكړے شو۔ دا كلتوري آثار د چين او پاكستان ترمينځه د كلتوري او فني تبادلو تاريخي قيصۍ بيانوي٬ د چين او پاكستان ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا جذبې محفوظ ساتي او د تهذيبونو تنوع سره د يوې هم آهنګۍ نړۍ جوړولو له د يو ځانګړي باب حېثيت لري
متعلقہ مضامین
-
KP passes supplementary budget of Rs234.98b for fiscal year 2021-22
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
Texas and Pakistan to forge closer economic ties
-
Cholistan to have 110 more schools
-
Karachi court orders police to bring Dua Zahra back for another medical test
-
Monsoon rain expected in Lahore today
-
Hina Rabbani Khar calls for easing sanctions on Afghanistan
-
Govt committed to providing social protection to women: Marri
-
PM underscores need to boost ties with US
-
Police detains 27 employees of phone company over ‘blasphemy’
-
Pakistan reports speedy increase in COVID-19 cases after nearly 4 months
-
KP CM grieved over death of 19 passengers in DI Khan road mishap