کراچۍ 29 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي جوماتونه د هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د مذهبي اخلاقياتو سره سره سكول ته د نه تلونكو ماشومانو تعليم كښې مهم كردار لوبولے شي، جوماتونه په اسلامي ټولنه كښې مركزي مقام لري او دا اولس د رنځونو نه ساتلو او د نورو ټولنيزو مهمو مسئلو خبرتيا لپاره كارولې كېدے شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د تعليم وده او د صحت مسئلو په اړه په خبرتيا كښې د جوماتونو او مدرسو كردار پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي نګران وزير ډاکټر انيق احمد او د مختلف مكتبه فكر علمائے كرامو ګډون وكړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت خپل خطاب كښې په دې خبره رڼا واچوله چې د محدود تعليمي انفراسټركچر له امله د سكولونو نه بهر 26 مېليونه ماشومانو ته تعليم وركول يو ګران كار دے٬ د نوو سكولونو په جوړولو كښې بلها وسائل سره سره به وخت هم اړين وي ٬ په دې لړ كښې ګرد هېواد كښې نزې دوه نيم لكه جوماتونه دا ماشومان تعليم پلو بېرته راوستلو لپاره يو ځانګړې او د كم خرڅه وسيله جوړېدې شي۔ صدر ووئيل حکومت په ايکسلريټډ لرننګ پروګرام كښې د جوماتونه په شاملولو دا د تعليم مركزونو په توګه كارولې شي۔ ده ووئيل جوماتونه د ټولنې په مركزونو كښې پكار دي كوم چې د چېلنجز مقابلې لپاره دنياوي او ديني تعليم وركوي۔
متعلقہ مضامین
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Global warming poses threats to human lives, aquatic resources
-
Internet service shut in Punjab as users face disruption in other areas
-
Child marriages key factor in secondary school dropout: Research
-
Three arrested for assaulting traffic warden
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
CM accords approval for restoring Metro Bus infrastructure
-
Justice Faez Isa strongly objects to elevation of ‘junior’ judges to SC
-
Pakistan delegation to visit India next week for water dialogue
-
President administers oath to Senator Shahadat Awan as State Minister
-
Education ministry working on National Curriculum Summit