اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) د چين په ګوانګ ډونګ صوبه كښې د اتوار په ورځ د نړيوالې ميډيا 5 مه سرمشريزه غونډه پېل شوه۔ په غونډه كښې 101 هېوادونو څخه 450 څخه زياتو برخه اخستونكو او نزدې د 197 مین سټریم میډیا، تھنک ټېنکس، سرکاری ادارو سره سره د نړيوالو تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔ د سنهوا خبري اژانس صدر فو هوا د سرمشريزې غونډې پرانسته كولو سره ووئيل د کنفرنس سرخط “نړيوال باور زياتول ٬ د ميډيا پرمختګ ته وده وركول” دے۔ ده ووئيل دې سرمشريزه غونډه كښې به د ميډيا باور په زياتولو ٬ د عصري ټېكنالوژۍ د لارې په رامخې ته شويو چېلنجونو قابو موندلو ٬ په ډيجيټل دور كښې د نوې ماركيټونو په درك لګولو ٬ نړيوالې ميډيا سره په مرسته او د نړۍ ميډيا ادارو سره د خبرونو په ګډولو كښې د ګډې سباؤن لپاره د هڅو په شمول په نورو سرخطونو خبره كولې شي۔ د نړيوالې ميډيا صنعت يو مهم بدلون څخه تېرېږي۔ فو هوا د ورلډ میډیا سمټ فرېم ورك دننه د يو اعلی كچې ډائيلاګ او د همكارۍ تګلارې جوړولو وړاندېز وركړو۔ ده ووئيل د خبرو اترو او د كلتورونو ترمينځه د تړون د لارې د قومونو ترمينځه د مضبوطې رشتې جوړېدو كښې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ د رائټرز هېډ آف ايجنسي سوبروكس ٬ د اے پي دوهم صدر وائي كے چن ٬ د اے اېف پي اېشيا پېسېفك ريجنل ډائرېكټر او د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر محمد عاص كھچي به شمول د نړيوالو رسنيو نور مشران او استازي سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ د سنهوا نیوز ایجنسی په كوربتوب كښې دا روان كنفرنس به 2 څخه تر 8 دسمبر د چين د ګوانګ ډونګې صوبې په ګوانګ ژو او د يونان صوبې په كنمنګ ښار كښې روان وي۔
متعلقہ مضامین
-
JKNF welcomes UN report denouncing HRVs in IIOJK
-
10 corona patients admitted in LRH
-
Five hurt in road mishap
-
FPSC calls CSS aspirants to register online till 18th March
-
Over 25 MNAs and MPAs meet Punjab CM
-
Punjab Police hold ceremony to celebrate Culture Day
-
Int’l Kashan Umar, Junior Davis Cupper Saqib, Asad Ullah, Shakir advance to next round
-
Four FC men martyred, 10 injured in Sibi IED explosion
-
Moonis Elahi’s arrest speculations baseless: NAB
-
Nosham Coalfield: Geological maps, technical report’s compilation in final phase
-
Central Ruet-e-Hilal Committee to meet on April 2 in Peshawar for Ramazan moon sighting
-
PTI commences preparations for public rally