اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف پاكستان او د ټولي نړۍ مسيحي ورورولغ له د كرسمس مباركي وركولو سره وئيلي چې د مسيحي ورورولۍ د پاكستان جوړولو او د دې په تعمير كښې په زړه پوري كردار ، د تعليم، صحت ، دفاع پشمول بيلو څانګو كښې خذمات د نه هيرولو دي۔د اتوار په ورځ پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرسمس په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې حضرت مسيح ؑاو حضرت مريم ؑ او مسلمانانو ترمينځه قدر مشترك دي، دا جليل القدر هستۍ د انسانيت لپاره د هدايت لاره دي، د دې پاكو هستيو د كردار ٬ پاكوالي او د عظمت ګواهي لوے څښتن په قرآن مجيد كښې وركړې ده۔ وزيراعظم ووئيل مسيحي ورورولۍ قيام پاكستان او د دې په تعمير كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې، قيام پاكستان په موقع د مسيحي ورورولۍ مشرانو د پاكستان په حق كښې ووت وركړې ؤ۔ده ووئيل د مسيحي ورورولۍ جوړ كړې شوي سكول او روغتون نن هم د ټولني خذمت كوي، تعليم، صحت او دفاع پاكستان پشمول په بيلو څانګو كښې د مسيحي ورورولۍ خذمات د نه هيرولو دي۔وزير اعظم ووئيل آئين كښې د مسيحي ورورولۍ پشمول د ټولو غيرمسلمه پاكستانيانو د حقوق ضمانت وركړې شوي،هغوي برابر وګړي دي۔ده ووئيل د ټولو اقليتونو د مال او ځان حفاظت زمونږ اسلامي او آئيني ذمه واري ده،د اقليتونو سره تعلق لرونكو د ټولو طبقو پرمختګ او سوكالۍ ته خاص پام لرنه كوو۔
متعلقہ مضامین
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
Pakistan has largest youth force for development
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
Lack of quorum leads to adjournment of Senate session
-
45 new dengue cases reported in Islamabad
-
Highest ever urea sales in a decade in Pakistan
-
KP minorities’ housing quota enhanced
-
Bilawal Bhutto to host dinner in honor of opposition leaders
-
PM guilty for heavy inflation in country, says Miftah Ismail
-
Health infrastructure improvement in Punjab
-
Islamabad reports surge in dengue virus cases