اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د آئي اېم اېف پروګرام به پايې ته ورسوؤ ، برآمد كوؤنكو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركړؤ٬ آئي ټي برآمدات تر 5 اربه آسانۍ سره زياتېدې شي٬ په ګرځنده قرضه كښې كمې كول لومړۍ ترجيح ده٬ د برېښنا په پېداوار كښې اضافه كولو سره سره دې سره په اړوندو مسئلو به قابو موندل وي ٬ د توان بچت لپاره دې كمپائن پېل كړې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د معاشي صورتحال په اړه مهمه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د خزانې ٬ منصوبه بندۍ او دفاع وفاقي وزيرانو په شمول د سټېټ بېنك ګورنر ٬ د حبيب بېنك او الفلاح بېنك مشرانو او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزير اعظم معاشي ډلې ته ښكاره هدفونه وركولو سره ووئيل حكومت به آئي اېم سره خپل پروګرام ترسره كوي٬ برآمداتو كښې اضافې لپاره به د اېكسپورټرز مرسته كولې شي او دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ په غونډه كښې د معاشي صورتحال بشپړ جاج واخستې شو۔ وزيراعظم وئيل دا مهال د آئي ټي د برآمداتو حجم 2 اربه ډالره دې كوم چې آسانۍ سره تر 5 اربه زياتېدې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د توان څانګه كښې دې فوري اصلاحات وكړې شي ٬ د برېښنا پېداوار سره سره به مونږ له په ګردشي قرضه هم قابو موندل وي۔ ده هدايت وكړو چې د توان بچت لپاره به د عمومي رويو ښه كولو له كمپائن پېل كول وي۔ اولس به خبرولي شي چې توان بچ كول دا مهال قومي ضرورت دے۔ په غونډه كښې اندېښنه ښكاره كړې شوه چې د تېرو 4 كلونو په مهال معيشت سخت زيان سره مخ پاتې شو۔ په كال 2018 كښې د جی ډی پی شرح 6.1 فیصده وه خو د معاشي صورتحال ښه كولو په ځائې د تېر حكومت معاشي بد انتظامۍ اكانومي جمود سره مخ كړه۔ غونډه كښې ووئيلې شؤ چې په كال 2018 كښې سركاري قرضه 25 ټریلین روپۍ وه كومه چې مارچ 2022 كښې په 42 مياشتو كښې زياتېدو سره 44.5 ټریلین ته ورسېده۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې موجوده حكومت د درې كروړه 30 لكه پاكستاني وګړو مرسته كښې معاشي ستونزې حائل كېدو ته نه دي پرېښودلې۔ د دې عزم پخلې وكړې شو چې د سېلاب صورتحال باوجود چې څنګه د غذائي توكو او د نورو ضروري څيزونو قلت رامخې ته نه شو دغسې به هېواد د معاشي ستونزو څخه په دمه بهر كړې شي۔ وزیراعظم د وفاق د انتظام لاندې ټولو وزارتونو ته هدايت وكړو چې د توان بچت باوري كړي او كفايت شعاري اختيارولو سره په خرڅونو قابو ومومي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan won’t attend Indian moot on Afghanistan
-
Senate body approves bill for access to heritage sites
-
PPP failed to issue even health cards to Sindh people: Farrukh
-
4.8 magnitude earthquake jolts Karachi, adjacent areas
-
Khattak felicitates PMSA for inducting new vessel
-
NA speaker, deputy felicitate Hindu community on Diwali
-
IBCC recommends exams, assessment reforms in all BISE,s
-
Dry weather likely in most parts of country
-
Breast cancer: Samina Alvi urges early self-examination
-
Rs314.5m released for Waziristan, Khyber affected people
-
OIC envoy on Kashmir due in Islamabad tomorrow
-
KP govt to review progress in merged districts