اسلام آباد۔03 دسمبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 24 كېسونه رپورټ شوي ٬ دغسې د مثبت كېسونو شرح 0.37 پاتې شوې ده۔ د خالي په ورځ د نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ ( اېن آئی اېچ) لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 6 زره 554 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 24 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره د كورونا ټېسټونو مثبت شرح 0.37 پاتې شوه۔ بلخوا د دې رنځ د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 29 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو ښارونو كښې پېښور كښې 416 ټېسټونو كښې د 1 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.24 ٬ لاهور كښې 541 ټېسټونو كښې د 9 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.66 ٬ اسلام آباد كښی په 384 ټېسټونو كښی د 3 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.38 او په اېبټ آباد كښې 148 ټېسټونو كښې د 5 ټېسټ په مثبت راتللو مثبت شرح 3.38 پاتې شوه۔ دغسې په فېصل آباد كښې په 277 ټېسټونو كښې د 1 تن ټېسټ په مثبت راتللو دغلته مثبت شرح 0.37 پاتې شوه۔
متعلقہ مضامین
-
FFC secures Best Corporate Excellence award
-
The deal is done
-
Gilgit-Baltistan celebrates 74th Independence Day
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Punjab reports 493 new dengue fever cases
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol to set up JSC
-
Another 82 TLP workers released from Adiala Jail
-
Dry weather likely in most parts of country : PMD
-
GUESSS Report 2021 published
-
Can’t shake hands with corrupt: PM
-
Alvi for paradigm shift in engineering disciplines
-
Shehbaz says PML-N ready to join hands with PPP against price hike