اسلام آباد18 دسمبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او آذربائيجان خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬د دوه اړخيزه اړيكو بنياد په يو ډول تاريخي٬مذهبي او كلتوري اقدارو اډانه دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف سره ملاقات په مهال وكړه څوك چې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره پاكستان ته راغلې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آذربائيجان خپل هم څنګ او د هغه د پلاوي خارجه وزارت ته په راتګ هركلے وكړو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې موقع ووئيل پاكستان مينځني آسيا هېوادونو سره سياسي تجارتي٬اقتصادي او دفاعي رابطو ته ودې وركولو ته پام لرنه كوي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان عمر له د نوګور نوكاره باخ په معامله د آذربائيجان د اصولي موقف حمايت كړې٬د پاكستان٬آذربائيجان شريك اقتصادي چيمبر جوړول خوشبينه دے۔په دې موقع دواړه خارجه وزيرانو د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه ترجيحي تجارتي لوظ نامې په حقله زر تر زره خبرو اترو ته سلا شول۔پاكستان مارچ 2022 كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې كوربتوب لپاره چمتو دے۔خارجه وزير ووئيل 40 كاله پس كه په افغانستان كښې رامخې ته شوې بشري بحران حل نه كړې شو نو د دې اثرات په ګاونډي هېوادونو٬ سيمه او نړۍ پريوتې شي۔خارجه وزير ووئيل مونږ د كشمير په حقله د او آئي سي په پرله پسې ملاتړ د او آئي سي مننه كوو۔ ده ووئيل د 57 اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي سي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل لپاره كردار ترسره كولې شي۔د آذربائيجان خارجه وزير په كوربتوب كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PHC directs hospitals to increase beds for Covid-19 patients
-
IG Islamabad decides to activate Conciliatory Committees
-
NCOC to review alarming rise in positive COVID cases today
-
NCOC will decide closure, opening of educational institutes on 24th March: Shafqat Mahmood
-
Street crime, house robberies on the rise in Bahawalnagar
-
PAKISTAN DAY 2021
-
A political family from Lahore has history of being ‘selected’: Bilawal Bhutto
-
Regional peace, development linked to right to self determination to Kashmiris, says Shehryar Afridi
-
Pakistan urges world community to mitigate Rohingya crisis
-
KP to set up control room to monitor essential commodities’ prices
-
Shibli felicitates newly elected APNS body
-
Free tests for HIV suspended due to payment delays by Sindh Govt