جدہ 06 اګست (اے پي پي) د هند لخوا د آرټيكل 370 خاتمه او كشمير كښې د امن په خراب شوي صورتحال كشمير لپاره د او آئي سي د رابطه ګروپ بېړنۍ غونډه د نهې په ورځ رابللې شوې ده چې پكښې د پاکستان، سعودي عرب، آذربائيجان، ترکيه او نورو غړو هېوادونواستازو ګډون وكړو۔ د پاکستان د پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوله۔ خارجه وزير د او آئي سي رابطه ګروپ ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې د هند لخوا د لوك سبها غونډه كښې د مقبوضه كشمير د آئيني حېثيت تعين كوٶنكي 370 آرټيکل او 35 اے خاتمه د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده٬ د هند لخوا مقبوضه جمو كشمير كښې شوي اقدامات سوئيلي آسيا كښې د امن او امان مخدوش صورتحال د لا خرابولو مترادف دي كوم چې ستاسو د پاملرنې متقاضي دي۔ خارجه وزير د مقبوضه جمو كشمير په اندېښمن صورتحال د بېړنۍ غونډې رابللو او په دې كښې په ګډون كولو د ټولو ګډون كٶونكو او انتظاميې مننه وكړه او وئ وئيل چې مقبوضه جمو و کشمير ( كومه چې ګرده نړۍ كښې زياته پوځي سيمه ده) كښې د هند لخوا د نور فورس لېږلو ٬ د تعليمي ادارو بندولو او د اېمرجنسي كېفيت څخه د هند د ارادو درك وركوي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا 1989 نه تر اوسه يو لك كشميريان شهيدان شوې ٬ د 22000 نه زياتې مېرمنې كونډې شوې او د يو لك 8 زره نه زيات ماشومان يتيمانان او د 12 زرو نه د زياتو مېرمنو عصمت دري شوې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د هند د اقداماتو له مخې په خطر پوهېدو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ٬ د او آئي سي عمومي سېكتر د پاكستان د اندېښنو څخه خبر كړې شوي دي۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Five die as coach hits rickshaw in Mardan
-
Mobile companies create 22,000 jobs in Pakistan
-
FO praises outstanding efforts of Pak woman ambassadors
-
Report sheds light on detentions, deteriorating mental health of Kashmiri kids
-
Admin issues alert for possible low-level flood in Chenab
-
Teachers demand education allowance
-
PM lauds APS survivor for shining bright at prestigious Oxford platform
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Sardar Tanveer denies any split in PTI AJK
-
Revised nuclear, biological weapon control list notified
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM