اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د صنعت او پېداوار وزارت ته د سټيل ملز بحالۍ هلې ځلې د ګړندۍ كولو امر كولو سره وئيلي دې چې د سټيل ملز د زيان نه بچ كولو د دې بحالۍ ته حكومت وړومبۍ پاملرنه كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د پاكستان سټيل ملز بحالۍ پحقله د پېشرفت د جاج غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د خزانې سلاحكار عبدالحفيظ شېخ، د صنعت او پېداوار وزارت سېكتر ٬ د نجكارۍ ډويژن او نور چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د سټيل ملز په موجوده صورتحال، د مل بندېدو له امله په شوي زيان٬ د سټيل مل بحالۍ په لر كښې د موجوده حكومت لخوا په شويو پرېكړو تر اوسه د پېشرفت په اړه وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ووئيل سټيل مل تر كال 2008 ګټوره اداره وه كومه چې په كال 2009 كښې زيان سره مخ شوې او په كال 2015 د جون په مياشت كښې دا په بشپړه توګه بند كړې شوې۔ اداره پرله پسې زيان سره مخ وه٬ يوازې د ملازمانو د تنخاګانو په مد كښې حكومت 37 كروړه په مياشتنۍ توګه برداشت كوي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې تر اوسه د سټېل ملز په ذمه د واجباتو په مد كښې 217 اربه روپو ته رسېدلې دي۔ وزيراعظم ووئيل سټيل ملز د زيانونو نه بچ كولو او د دې بحالي د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د يوې ګټورې ادارې تباهي د ماضي د بدانتظامۍ او بې غورۍ واضح مثال دے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د صنعت او پېداوار وزارت دې د سټيل ملز بحالۍ هلې ځلې د ګړندۍ كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Rain, thunderstorms likely in most parts of country
-
NHA to build service area along M-3 near Jaranwala
-
Kashmiris to mobilize public opinion in US on India’s atrocities in IIOJK
-
PRCS to send more relief to rain-affected families
-
PM calls emergency meeting over worsening economy
-
LHC orders CS, IGP to ensure safety of MPAs
-
Pakistan sees uptick in Covid cases as seven more lose lives
-
NUML confers 558 degrees, 39 gold medals
-
Pakistan’s financing needs fully met for this year: SBP chief
-
Heavy rains: Public holiday declared in Karachi, Hyderabad today
-
No monkeypox case reported in Pakistan so far
-
Country’s economy unable to afford new political crisis: Ahsan