اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د 50 لاکھ كورونو جوړول لويه منصوبه ده، هېواد كښې دا مهال د يو كروړ 25 لاكهه كورونو كمے دے، نوې پاکستان هاؤسنګ منصوبې سره به لږ آمدن لرونكو او تنخا داره طبقې ته په آسانو قسطونو او د سود په کمه شرح خپل كور جوړولو له قرض وركولې شي، ټول قانونی خنډان به لري كولې شي دغسې چې د بینکنګ څانګه كور جوړونكو له قرض وركړي۔ ده د شورو پھ ورځ د نوې پاکستان هاؤسنګ پروګرام لپاره حکومت، ملګرو ملتونو ، اېس ایچ اېس ترمينځه د مفاهم په یاد دښت د لاس ليك دستورې ته خطاب كولو ۔ ده ووئيل حکومت د ملګرو ملتونو او اېس ایچ اېس په مرسته د 5 لاکھ كورونو جوړولو پريكړه كړې ده۔ ده ووئېل دا به د ګوادر څخه پيل كولې شي چرته چې تر ټولو زياته غریبي ده او ماهانو نيوونكو لپاره د استوګنې آسانۍ به وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د تيرو لسو كلونو په مهال د كرپټ حكمرانانو د غلا په وجه د هېواد خزانه خالي ده، مونږ سره د نغدو کمے دے، د 50 لاکھ كورونو جوړول لويه پروژه ده۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو او اېس ایچ اېس په ګډون به دې منصوبې لپاره مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل د نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم ترمخه به چې كومې منصوبې پيل كولې شي په هغې كښې به د پاکستان وسائل كارولې شي۔ خوارې كښ به هم د پاکستان وي او تعمیراتی سامان لپاره به هم هڅې كوو چې هغه هم د پاکستان وي چې ورسره به د هاؤسنګ په اړه ټول صنعتونه وده اومومي ۔ ده ووئيل اولس د كور جوړولو لپاره روپۍ نه لري، هېواد كښې د يو كروړ 25 لاكهه كورونو كمے دے، قوانین داسې دي چې بانك په دې لړ كښې د عام وګړي مرسته نه كوي او دې لپاره به مونږ قوانین هم ښه كوو او ټول قانونی خنډان به لري كولې شي دغسې چې د بینکنګ څانګه د كورونو جوړولو لپاره وګړو له قرض وركړي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د كور جوړولو لپاره د قرض وركولو شرح زياته ده خو پاکستان كښې دا شرح يواځې 0.2 فیصده ده او دا ډيره كمه ده۔ده ووئيل مونږ نوې پاکستان هاؤسنګ اتھارټی جوړه كړې، د ون ونډو ترمخه به آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د هاؤسنګ منصوبې سره به 40 صنعتونو ته وده ترلاسه شي۔ټول هېواد كښې به د دې منصوبې سره تعمیرات پيل شي او هغه كسانو ته به د كور جوړولو موقع په لاس ورشي څوك جې د كورونو جوړولو لپاره پیسې نه لري۔ ده ووئېل د اوږدې مودې په قسطونو به وګړي خپل كور جوړ كړي او دې سره به سرکاری، تنخا دار او لږ آمدن لرونكو طبقو ته په خاص توګه ګټه ورسي، ده ووئېل د هېواد معیشت چلولو لپاره هم دا منصوبه اهميت لري او دې منصوبې سره به يواځې پیسه نه راځي بلکه پوهه به هم راشي او هېواد كښې د کنسټرکشن کمپنی به جوړې شي، ده ووئېل دا كار آسان نه دے دا يو لوئ كار دې، 50 لاکھ كورونه جوړول لوئ مشن دے اغو دې لپاره به فنانشل پیکیج جوړولې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل کنسټرکشن کمپنیو لپاره به هم اسانۍ پيدا كولې شي او ون ونډو آپریشن به پيل كولې شي ۔ دې څخه وړاندې دستورې ته خپل خطاب کښې د هائوسنګ او تعمیرات وفاقی وزیر طارق بشیر چیمه ووئيل پاکستان كښې د استوګنو كمے دے۔ حکومت لږ آمدن لرونكو له په خاص توګه د كورونو جوړولو ته خاص پام لرنه كوي دا پروګرام د غریب او مينځنۍ طبقې لپاره زيرې دے۔
متعلقہ مضامین
-
Girl killed in road accident
-
NAB law amended to promote transparency, run affairs smoothly: Ahsan Iqbal
-
SHC suspends order to exhume Aamir Liaquat’s body for autopsy
-
Pakistan first to provide aid for Afghan earthquake victims
-
Ashrafi reviews ‘Road to Makkah’ facility at Islamabad airport
-
Saudi Pak Business Council lauds CBD Punjab and RUDA
-
NA takes up Upper House’s 27 budgetary, 217 PSDP related recommendations
-
CM inaugurates five-day anti-polio campaign
-
SHC dismisses pleas seeking postponement of Sindh LG polls
-
Arrangements finalized for first phase of LG elections
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Violence mars first phase of Sindh LG polls; two killed