اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي اسلام د اقليتونو د حقونو درس وركوي٬ د مدينې په رياست كښې اقليتونو ته هر ډول مذهبي آزادي او حقونه ترلاسه وٶ٬ د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې مونږ د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په نوي پاكسان كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اقليتونو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي، وزير اعظم عمران خان،د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان پشمول پارلماني غړو او اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړٶ۔ پير نورالحق قادري ووئيل په دې دستوره كښې د اولس مشر او وزيراعظم موجودګي او اقليتونو لپاره د ايوان صدر دروازې پراستل د دې خبرې غمازي كوي چې د عمران خان حكومت اقليتونو ته څومره اهميت وركوي٬ دا د يو پېغام وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل هولي ٬ ديوالي او كه بېساكهي وي يا د بهائيو او د كېلاش كميونټۍ اخترونه وي مونږ دا دستورې لمانځو چې مقصد ئې د رنګ٬ نسل او مذهب د فرق نه اخوا پاكستان د ټولو مقصد دے۔ ده وئيل مونږ ټول پاكستاني يو او د انسان په توګه زمونږ دود دستور شريك دے٬ زمونږ مذهب او آئين د اقليتونو د حقونو د پالنې امر كوي او د قائد اعظم امر او د اقبال فكر د اقليتونو د حقونو اهميت واضح كوي۔ ده ووئيل زمونږ د قائد عمران خان وژن دا دے چې په پاكستان كښې د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په ترهګرۍ كښې مونږ امام باړې٬ جوماتونه او درګاه هم سوځېدلې ليدلې دي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل انشاء اللہ د عمران خان ، زما او ستاسو پاکستان به محفوظ وي۔ ده اقليتونو له باور وركړٶ چې دا هېواد د مسلمانانو٬ مسيحي ورورلۍ ٬ هندوانو او پارسيانو٬ د بهائيو پشمول د ټولو دے٬ نوي پاكستان كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔
متعلقہ مضامین
-
Experts weigh in on election
-
Zehri for early relief to calamity-hit areas of Balochistan
-
Three terrorists killed in North Waziristan IBO
-
Vietnam envoy takes charge as ACI chairman
-
Ch Shujaat was under ‘a lot of pressure’: Moonis
-
NIP hosts 9th international conference on trauma, abuse
-
Magsi suggests holding grand jirga to decide future of country
-
All options to be considered for making people economically self-reliant: AJK PM
-
Three persons can’t decide country’s fate
-
The lionhearted and dutiful son – Capt Muhammad Sarwar Shaheed recipient of first Nishan-e-Haider
-
CPEC a game-changer in region: Samina
-
ITP encroaches capital’s land unlawfully as CDA slumbers