حیدرآباد 26 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سیهون ته په رسيدلو د حضرت لعل شهباز قلندر مزار ته تللې ده او په قبر ئې د ګلونو څادر غوړولې دے ، دغسې د هېواد سلامتیا او استحکام او پرمختګ له ئې دعاګانې غوښتې دي۔ په دې مهال دې سره سندھ اسمبلۍ كښې د پی ټی آئی پارلمانی لارښود حلیم عادل شیخ،سردار حاکم خان نوحانی او د پی ټی آئی ځائې لارښود او کارمندان هم ملګري وؤ ۔ په مزار د حاضرۍ نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل وزیراعظم عمران خان د امریکې دورې پھ مهال د پاكستان بيرغ ھڅك كولو سره د پاکستان تشخص رامخې ته كړې چی ورسره د پاکستانی پاسپورټ تقدس بحال شوې، اپوزیشن سېنېټ د يوې آئینی ادارې په توګه د آئین له مخې نه د خپل ځان تابع کولو تر مخه چلوي، دې ووئېل مونږ غواړو چې پارلمان د آئین او قانون له مخې وچلولې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل د حکومتی پريكړو سره به وفاق قوي شي ۔ دې ووئيل 25 جولائی هغه ورځ ده كله چې اولس لوئ اکثریت سره په کرپشن كښې ككړ كسان رد كړل هم دغه وجه وه چې قام د تشکر ورځ ولمانځله۔ دې ووئيل دلته سیهون شریف كښې د لوے څښتن څخه دعا غواړم چې مخالفې ډلې ته لوے څښتن هدایت وكړي۔ دې ووئيل مونږ د لوے څښتن څخه د هېواد سوكالۍ او سلامتیا او استحکام لپاره دعاګانې غواړو۔دې ووئيل كوم دربار كښې چې مونږ ولاړ يو دا دربار هم ستاسو توجه غواړي ۔ دې ووئيل حضرت لعل شهباز قلندر غوندې بزرګان د خپلو دعاګانو وسیله ګرځولو سره د لوے څښتن څخه دعا غواړو چې هغه مخالفې ډلې ته هدايت وكړي ۔ دې ووئيل عمرا ن خان د دربارونو مننوونكے دے ۔ دې ووئيل عمران خان د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خبره كوي هغه ته معلومه ده چې دغې بزرګانو د اسلام لوئ خذمت كړے دے۔ (
متعلقہ مضامین
-
GBJA and Legal Aid Society sign MoU for alternate dispute resolution
-
PM directs early launch of work on Sukkur-Hyderabad Motorway
-
No decision taken to shut down commercial feeders from 7-10 p.m, Energy Ministry clarifies
-
High chances for Pakistan to get out of FATF grey list, says govt official
-
Development work starts on zero emission Red Line of KBRT
-
CEC orders probe into firing incident in PP-167 by-poll
-
Reviewing medical, legal challenges before return
-
Wife sets husband on fire over domestic dispute
-
Shaheed Benazir Bhutto – tethered to people forever
-
Five die as coach hits rickshaw in Mardan
-
Mobile companies create 22,000 jobs in Pakistan
-
FO praises outstanding efforts of Pak woman ambassadors