اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د يو اېس اے د نارتھ شورمیډیکل لېب چیف اېګزیکټو آفسر ډاكټر عابد شېخ پاکستان كښې د صحت عامه په څانګه كښې د 40 مېليونه ډالرو ماليت د سرمايه كارۍ عزم كړې دې۔ ده د دې عزم څرګندونه په واشنګټن كښې وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال كړې۔ ډاکټرعابد شېخ پنجاب كښې د ضلعې په مركزي روغتونونو كښې د مخكښې نه پېل كړې شوې د پېتهالوجي لېبارټريز خذماتو او آٶټ سورسنګ پحقله بريفنګ هم وركړو۔ ده وزيراعظم ته ووئيل په دې منصوبه كښې نارته شور لېب د لس مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده چې ورته د امريكائي حكومت ضمانت هم ترلاسه دے ۔ د نارتھ شورمیدیکل لیب مركزي دفتر په نيويارك كښې دې٬ دا يو كلېنكل رېفرنس لېبارټري ده۔ د نارتھ شورمیډیکل لیب د کالج آف امریکن پیتھالوجسټس نیویارك،د امریکې د صحت څانګې ، سنتر فار مېډی کئیر اېنډ میډیکېټیډ سروسز یواېس اے، پنسلوانین ډیپارټمنټ آف هېلتھ اېنډ هیومن سروسز، او په نورو امريكائي رياستونو كښې د صحت عامه ادارو د اېګرېډېټېشن وړ ده۔)ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Budget delayed as ruckus mars PA session
-
PTI has reservations against new US envoy to Pakistan
-
No conspiracy against PTI regime
-
Most lawmakers favour Musharraf’s return
-
Committed to building SEZs in Balochistan, KP: Shehbaz
-
Math, physics papers leaked in several Sindh cities
-
At UN, Pakistan calls for raising funds to help handicapped people lead better life
-
Dua Zahra married of her free will: police
-
Sherry stresses need for drought preparedness, building resilience
-
ATC extends interim bail of PTI leaders in ransacking cases
-
Money laundering case lodged to ‘divert attention from Punjab budget’
-
Imran Khan laid ‘economic minefield’ for us: Maryam