اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر انسانيت لپاره د عبدالستار اېدهي خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د انسانيت خدمت كوونكي تل ژوندي وي٬ ايدهي صاحب خپل ځان د غمجن انسانيت خدمت لپاره وقف كولو سره يو قابل تقليد مثال قائم كړے او د هغه په قومي اتلانو كښې شمېرل كېږي٬ داسې شخصيات ډېره موده پس پېدا كېږي۔ ده دا خبرې د عبدالستار اېدهي د دريم تلين په مهال په خپل پېغام كښې وكړې كوم چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ټول هېواد كښې په عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ اسد قېصر ووئيل چې د انسانيت خدمت زمونږ ديني٬ اخلاقي فريضه او وړومبې ذمه واري ده او دا د الله تعالٰي د رضا كولو غوره ذريعه ده۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت د بې وسه او د ټولنې پاتې طبقو او د خصوصي كسانو فلاح لپاره اقدامات كوي۔ دې مقصد لپاره حكومت د غربت ختمولو او د بې وسه خلقو تحفظ لپاره وزارت جوړ كړے چې د لارې ئې د احساس پروګرام له مخې لوي فنډ بېل كړے شوے او دې سره سره نور يو شمېر پروګرامونه هم پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې بايد د ټولنې شتمن خلق او تنظيمونه د ايدهي تقليد كولو سره د خلقو د ژوند په بدلولو كښې خپله برخه اچولو لپاره كردار ترسره كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Speakers advocate holistic approach, int’l laws for conservation of oceans
-
Confused Imran Khan trying to contact establishment: Khawaja Asif
-
PM Shehbaz, Shujaat pledge to end economic crisis
-
Inzamam lauds Khushdil Shah for match winning batting
-
UN Women Pakistan and Nishat Mills Ltd join forces to promote gender equality
-
PM for parliamentary debate, resolution to condemn BJP leaders’ blasphemous remarks
-
ECP urged for dealing with women related concerns
-
Rs13,985m allocated for housing sector
-
Rs6.33b allocated for IT, Telecom Division
-
Govt allocates over Rs184 million for MoHR’s one new PSDP project
-
Religious Affairs and Interfaith Harmony Div gets Rs600m
-
Taxes in Budget 2022-23